محمد اشرف غني او ډونلډ ټرمپ ټېلفوني خبرې کړي

د عکس سرچینه، ARG/Gettyimages
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا له ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره په ټېلفوني خبرو کې د افغانستان د کانونو برخې پراختیا سره ددغه هېواد له مرستو مننه کړې او ویلي یې دي چې کابل دې برخه کې د همکاریو پراخولو ته ژمن دی.
ښاغلي غني زیاته کړې؛ د افغانستان پرمختیا لپاره د امریکا پانګونه ثمر ته د رسېدو په لومړنیو پړاوونو کې ده او ددغو هڅو دوام کولی شي داسې فرصت برابر کړي چې د افغانستان خلک وکولی شي له خپلو پراخو طبیعي سرچینو په اغېزناک ډول ګټه پورته کړي، اقتصاد ته وده ورکړي او پر ځان بسیاینې ته ورسېږي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي؛ ښاغلي غني تېره شپه (جمعه، قوس/لیندۍ ۱۲مه) له ښاغلي ټرمپ سره پر ټېلفون خبرې کړې دي.
ښاغلي ټرمپ هم ویلي؛ د افغانستان طبیعي سرچینې د پام وړ دي او د هغه دولت چمتو دی چې د افغانستان له خلکو سره ددغو سرچینو په سمه توګه ګټه اخستو کې مرسته وکړي.
د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ویلي؛ افغانستان د اقتصادي پراختیا لپاره مناسب پوتانسیل لري او ددې هېواد طبیعي سرچینې کولی شي په دې برخه کې له کلیدي عناصرو وګڼل شي.
ښاغلي غني په دغو خبرو کې د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکې د دواړو ملتونو ترمنځ پر ګډو ستراتيژيکو ګټو ولاړې وبللې او زیاته یې کړه چې تمه کېږي دا اړیکې د ښاغلي ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې لا پسې ټینګې شي.
هغه ویلي؛ د ترهګرۍ پروړاندې د امریکا او افغانستان ګډه مبارزې، واشنګټن د افغانستان د خلکو بنسټیز او محوري ملګری ګرځولی دی.
د افغانستان د ارګ د لیکنې له مخې، د دواړو هېوادونو مشرانو د افغانستان پر امنیتي مسایلو هم خبرې وکړې او ښاغلي غني د امریکا له مالي او تخنیکي مرستو مننه وکړه او دا مرستې یې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په پياوړتیا کې حیاتي وبللې.
ښاغلي ټرمپ هم ټینګار کړی چې امریکا به د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړه وي.
د امریکا ټاکل شوي ولسمشر زیاته کړې، که افغانستان په امنیتي برخه کې نورو مرستو ته اړتیا ولري، د هغه دولت به د اړتیاوو تر ارزولو وروسته د لا ډېر امنیتي ملاتړ برابرولو ته پام واړوي.
ښاغلي ټرمپ او ښاغلي غني همدراز پر سیمه ییزو مسایلو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې نظرونه شریک کړل او په دې برخه کې یې پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ.
د خبرو په اوږدو کې ښاغلي ټرمپ له ښاغلي غني ټینګار وکړ چې د امریکا او افغانستان ترمنځ پر دوه اړخیزو مسایلو د لا ډېر بحث لپاره امریکا ته سفر وکړي. ولسمشر غني هم ښاغلي ټرمپ افغانستان ته د راتګ بلنه ورکړه.
د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ویلی؛ هیله من دی چې افغانستان او په دغه هېواد کې مېشت امریکایي سرتېري وګوري او په لومړني ممکن وخت کې به افغانستان ته سفر وکړي.








