د افغانستان ملي یووالي حکومت مشرانو ټرمپ ته د بریا مبارکي ویلې

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان ولسمشر او اجراییه رییس د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې بریالي شوي جمهوریپال ډونلډ ټرمپ او د امریکا خلکو ته ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړې ده.
له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، له خپل اړخه او د افغانانو له لوري ټرمپ او د امریکا خلکو ته د نوي ولسمشر د ټاکل کېدو مبارکي وايي.
ولسمشر غني زیاتوي، له ترهګرۍ سره د مبارزېامریکا د افغان دولت او افغان ولس له مهمو ملګرو څخه ده.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، افغان دولت هیله لري چې د امریکا له نوي ولسمشر سره په نژدې همکارۍ سره د دواړو هېوادونو دوه اړخیز اړيکي د دواړو هېوادونو او ولسونو په ګټه لاپسې وغوړېږي.
د افغانستان د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم ښاغلي ټرمپ ته د مبارکۍ پیغام ترڅنګ ویلي؛ هیله من دی چې د ډونلډ ټرمپ ټاکل کېدو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستان اړیکو او په اقتصادي، پوځي، ټولنیزو او فرهنګي برخو کې د ستراتیژیکې همکارۍ ډېرې شي.
ښاغلي عبدالله هم افغانستان کې د سولې او ټیکاوه لپاره له امریکا نه د افغانستان د ملګري او متحد په توګه یادونه کړې ده.
د امریکا ولسمشریزو ټاکنو پایلو څرګندېدو سره کابل کې د امریکا سفیر هم خبریالانو سره خبرې وکړې.
مایکل مک کینلي وویل؛ د هر یوه کاندید بریالیتوب سره به افغانستان سره د امریکا اړیکې پیاوړې او نژدې پاتې شي.

د عکس سرچینه، US embassy
ښاغلي مک کینلي زیاته کړه؛ د کابل او واشنګټن اړیکې پر ټاکنو، شخص، یا ګوند ولاړې نه دي، بلکې زموږ د ملي ګټو، د خلکو - خلکو ترمنځ اړیکو او ګډو ارزښتونو بنا دي.
هغه وویل؛ په ټاکنیزو منډو ترړو کې پر افغانستان نه تمرکز په دې معنا نه وه چې دا هېواد هېر شوی، بلکې دغه کمپاینونه تر ډېره پر کورنیو مسایلو ورټول وو.
ښاغلي مک کینلي په وارسا او بروکسل کې له افغانستان سره د اوږدمهاله ملګرتیا ژمنې ته په اشارې سره وویل؛ دا ژمنې په هر ډول شرایطو کې پرځای پاتې وي.








