د جین اصلاح کول سرطان وژونکې حجرې "پیاوړې کوي"

د عکس سرچینه، SPL
د سرطان ساینسپوهانو چې پر موږکانو تجربي کړي د بدن دفاعي سیستم داسې بدلوي چې وکولای شي پر سرطاني انساجو برید وکړي او له منځه يې یوسي.
بدن د مکروبونو او سرطان پر ضد خپل یو دفاعي سیستم لري، خو سرطاني انساج داسې لارې چارې پيدا کوي چې د بدن د دفاعي سیستم د برید مخه نیسي.
د لندن د یونیورسیټي کالج ساینسپوهانو وکولای شول د بدن د دفاعي سیستم د حجرو، ډي اېن اې (DNA) داسې بدله کړي چې وکولای شي د سرطاني انساجو پر ضد جګړه کې بریالي شي.
د سرطان پر ضد مبارزه کې د بدن د دفاعي نظام د پیاوړتیا څخه کار اخیستل د طب یوه ډېره په زړه پورې برخه ده.
ډېرې څېړنې په دې هکله دي چې څرنګه وکولای شي سرطاني حجرې پرې نږدي چې د بدن دفاعي سیستم حجرو سره په تماس کې شي، ورپورې ونښلي او اغېزمنې يې کړي.
یو ډول داروګان چې د دغه ډول تماسونو مخه نیسي، پیمبرولایزوماب (Pembrolizumab) او نایوولوماب (Nivolumab) نومېږي، همدا اوس د ناروغانو لپاره کارول کېږي.
دغه ډول داروګانو د ځینو ناروغانو لپاره ډېرې ښې نتيجې ورکړې، خو ځینې جانبي ناوړي اغېزې هم لري ځکه چې دا داروګان پر ټول دفاعي نظام باندې اغېز کوي.
خو اوس هڅه کېږي د داسې داروګانو څخه کار واخیستل شي چې د بدن پر ټول دفاعي نظام اغېز نه کوي بلکه یواځې د دفاعي نظام هغه حجرې پیاوړې کوي چې پر سرطاني انساجو برید کوي.
د هغو تجربو په ترڅ کې چې پر موږکانو شوې دي، ساینسپوهانو د بدن د دفاعي سیستم یو ډول حجرې چې وژونکې ټي حجرې (killer T cells) نومېږي راجلاکړي- چې پر سرطاني انساجو برید کوي، په کې دننه ورننوځي او خوري يې.
ساینسپوهان هیله کوي چې د بدن دا دفاعي حجرې یا وژونکې ټي حجرې داسې و روزي چې د سرطاني انساجو دننه ورباندې برید وکړي.

د عکس سرچینه، Reuters
د جین د اصلاح کولو پرمختللې ټکنالوژۍ څخه په کار اخیستلو، ساینسپوهانو د وژونکو ټي حجرو (killer T cells) ډي اېن اې(DNA) داسې اصلاح او بدله کړه چې نور سرطاني حجرې په دغو حجرو پورې ځان نشي نښلولای او د هغوې د برید مخنیوی نشي کولای.
په معمولي ژبه کې دې کارته "د بریکونو پرېکول" وايي.
په موږکانو کې د میلانوما او فبروزوما سرطانونو په هکله څېړنو او تجربو کې، معلومه شوه چې له درملنې پرته له ۶۰ ورځو وروسته د موږکانو د ژوندي پاتې کېدو چانس له ۲۰ سلنې لږ و خو له درملنې سره دا چانس له ۷۰ سلنې ډېر شو.
یو څېړونکی، ډاکټر سرګیو کویزادا، وویل: "دا یوه په زړه پورې موندنه ده او په دې معنا ده چې موږ ښايی داسې یوه لاره موندلې وي چې د سرطان د دفاع په برخه کې یوه نوې لاره پیدا کړو او د بدن د دفاعي سیستم یواځې هغو حجرو ته پام وکړو چې سرطاني حجرې پېژني".
د بریتانیا د سرطان د څېړنو موسسې ډاکټر آلن ورسلي چې د دې وروستۍ څېړنې بنسټ اېښودونکی دی وايی: "فکرکوم دا ډېره په زړه پورې ده- ډېره عالي، ساده، او روښانه او بامفهومه ده. "وبه ګورو چې ازموینې څه نتیجه ورکوي، هیله ده چې د جانبي ناوړو اغېزو مخنیوی وشي".
هغه وویل د بدن د دفاعي سیستم په تړاو داروګانو په ازموینو کې "ډېرو خلکو د ناوړو جانبي اغېزو له امله له درملنې څخه لاس اخیسته، خو دلته ټول دفاعي سیستم نه اغېزمن کېږي، یواځې هغه حجرې اغېزمنې کېږي چې د سرطاني نسج دننه دي".








