لږ شراب هم 'د سرطان خطر ډېرولی شي'

د عکس سرچینه، BBC World Service
- Author, میشل رابرټس
- دنده, بي بي سي
یوه نوې څېړنه وايي، د شرابو څښل د سرطان ناروغۍ خطر ډېرولی شي. د بریتانیا یوې روغتیايي مجلې پخپل رپوټ کې د دوو تحقیقي پلټنو جاج اخیستی دی.
رپوټ وايي، د شرابو لږ استعمال هم د سرطان ناروغۍ خطر رامنځ ته کولی شي.
د بریتانیا مشهورې روغتیايي مجلې ''<link type="page"><caption> برېټېش میډیکل ژورنال</caption><url href="http://www.bmj.com/content/351/bmj.h4238" platform="highweb"/></link>'' پخپل یوه راپور کې د امریکا د دوو څېړنو په باب راپور کې ویلي، د ښځو لپاره په ورځ کې آن یوه پیاله او د سړو لپاره دوه جامونه شراب څښل د سرطان خطر ډېرولی شي.
په څېړنه کې کارپوهانو سپارښتنه کړې، چې شراب څښونکي کسان باید د شرابو څښل کم کړي او په اونیو کې څو ورځې بیخي ګوتې ورنه وړي.
په راپور کې په ګوته شوې ده، چې د شرابو څښل د خولې، مرۍ، ځیګر او سینې د سرطان امکان ډېرولی شي، خو وايي له شرابو سره د سیګریټو څکول د سرطان خطر لا نور پسې زیاتولی شي.
په یوه بل راپور کې ویل شوي، بریتانیا کې د ځوانانو په پرتله د پاخه عمر ښځې او نارینه ډېر شراب څښي.
د شراب جوړونې د یوه شرکت مشره سارا وايي: ''په ځوانانو کې د شرابو استعمال کم شوی دی، خو د پاخه عمر کسان، د ۴۵ او ۶۰ کلونو ښځې او سړي بیا له خپل عادت نه راګرځي، ډېر زیات شراب څښي چې د روغتیا لپاره یې ډېر خطرناک دي.''
په ګلاسکو کې ډاکټر نیل خپل پلار یادوي، چې څرنګه څرنګه پر شرابو دومره روږدی شو، چې پرېښودل یې ورته ګران شول، او بالاخره د مرګ تر پولې یې پښې وڅکولې:
''فکر کوم له ډېر وخت راهیسې هغه شراب څښل، خو موږ پرې نه پوهېدو، هغه یو خوشحاله سړی و. ما به ډېری وخت لیده چې د شرابو جام به یې په لاس کې و. که د کریکټ لوبې کتلو ته به تله، یا به له دوستانو سره ناست و، یو خوشحاله انسان و. خو د هغه وضعیت بدل شو او پر یوه نهیلي او پرېشانه سړي بدل شو.''
د څېړنې ساینسپوهان وايي، دا ویل ډېر ګران دي چې څومره اندازه شراب څښل زیان نه لري، خو لږترلږه دومره ویل کېدای شي چې څومره لږ وي، هومره یې خطر هم کم وي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، Bimbo








