(د پاک- هند خپلمنځي ستونزو اواري ته د امریکا رول مهم دی)

د عکس سرچینه، AP

د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف هیله من دی چې د اسلام اباد او نوي ډېلي ترمنځ ستونزو او مسلو په اواري کې به د امریکا حکومت او د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر همکاري وکړي.

د دوشنبې په ورځ له لومړي وزارت په خپره شوې بیانیه کې راغلي، ښاغلي شریف په نیویارک کې د متحده ایالتونو له بهرنیو چارو وزیر جان کیري سره په لیدنه کې دا هیله کړې ده.

د بیانیې له مخې، نواز شریف ویلي د هند تر واک لاندې کشمیر کې ۱۰۷ کسان وژل شوي او په زرګونو نور ټپیان شوي او په حکومتي کچه د انساني حقونو سختې سرغړونې کیږي:

"د امریکا د ولسمشر بېل کلېنټن دا خبره اوس هم راته یاد ده، چې ویل یې واشنګټن به د پاکستان او هند ترمنځ د خپلمنځي ستونزو او کشالو د اواري لپاره همکاري وکړي."

په بیانیه کې د نواز شریف له قوله زیاته شوې، پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه خپل مسوولیت بولي: "موږ په سیمه کې د سولې، ټیکاو او پرمختګ لپاره تل ګاونډیو هیوادونو ته د دوستۍ لاسونه ور غځولي دي".

لومړی وزیر نواز شریف د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۱ سرمشریزه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی دی.

ویل کیږي، نواز شریف به د ملګرو ملتو په شرمشریزه کې هم د کشمیر مسله هم را پورته کړي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ویل کیږي، نواز شریف به د ملګرو ملتو په شرمشریزه کې هم د کشمیر مسله هم را پورته کړي.

د دې خبرپاڼې له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د ترهګرۍ او توندلارۍ په ختمولو کې د پاکستان د وسله وال پوځ، پولیسو او نورو امنیتي ادارو هڅې ستایلې دي.

د هغه په خبره، سوله او ټیکاو د پاکستان او افغانستان په ګټه دي.

د پاکستان لومړي وزیر له برتانوۍ سیالې سره هم په لیدنه کې د کشمیر پر کړکېچن وضعیت خبرې کړې دي.

د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره د پاکستان د لومړي وزیر دا لیدنه په داسې مهال ده، چې یوه ورځ ترې مخکې د هند تر واک لاندې کشمیر کې د هندي پوځ پر مرکز له برید وروسته د اسلام اباد او نوي ډېلي ترمنځ بیا ناندرۍ زیاتې شوې دي.

کنټرول کرښې ته نژدې د باره مولا ولسوالۍ په اوړي کې د دغه برید له امله ۱۸ هندي پوځیان وژل شوي دي.

دا برید د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ پنځه ساعته روان و.

په اوړي کې پر پوځي مرکز برید چې پنځه ساعته روان و.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، په اوړي کې پر پوځي مرکز برید چې پنځه ساعته روان و.