هند بلوچۍ وېبپاڼه او موبایل اېپ پیل کړل

د عکس سرچینه، Getty
رحمان الله بي بي سي پېښور
د هندوستان دولتي خپرنیزې ادارې (ال انډيا ريډيو) د جمعې په ورځ بلوچي ويبپاڼه او د يو موبايل اپ پيلول اعلان کړل.
دې نشرياتي ادارې ويلي، دغه ګام یې د بلوچستان د حالاتو په اړه د هند د لومړي وزير نريندر مودي له وروستیو څرګندونو سره تړاو نه لري.
د هند دولتي راډيو له وړاندې هم په لنډو څپو په بلوچي ژبه کې يو ساعته خپرونه لري، چې په ۱۹۷۴ کال پیل شوې ده.
د هند لومړي وزير نرېندر مودي تيره مياشت يوې خبري غونډې ته ويلي و، هند به په بلوچستان او ګلګت بلتستان کې د پاکستان حکومت زياتي ته د نړۍ توجه اړوي او اسلام اباد ته به د دې زياتي ځواب ورکول پکار وي.
له هغه وروسته د اګسټ پر ۱۵ د هند د خپلواکۍ ورځې مراسمو کې نرېندر مودي یو ځل بیا بلوڅانو ته اشاره وکړه او ویې ویل، د بلوچستان د مسلې د راپورته کولو له امله یې مننه ترې کړې ده.
له هغه وروسته هندي رسنیو د بلوچستان په تړاو ډېر خبرونه، شننې او له ملتپالو بلوڅانو سره مرکې خپرې کړې.

د عکس سرچینه، Getty
خو د هند د دولتي نشرياتي ادارې مشر امن جیوټي مجومدار بي بي سي ته ویلي، دا بلوچۍ وېبپاڼه او موبایل اپ پیلول د حکومت له نوې پالیسۍ سره تړاو نه لري.
د هغه په خبره "د ال انډیا راډیو د بهرنیو خپرونو څانګه په ۲۷ ژبو کې پروګرامونه خپروي ـ په دې اداره کې د نوې ټیکنالوجۍ د پراخولو یو پروګرام لا د مخه پیل شوی، چې له مخې یې تراوسه ۱۲ وېبپاڼې پرلیکه شوې ـ د بلوچي ژبې نوې وېبپاڼه هم په دې لړ کې ده."
خو پاکستان تور لګوي چې هند په بلوچستان کې د ملتپالو بلوڅانو ملاتړ کوي او هلته په روان وسله وال پاڅون کې لاس لري.
د بلوچستان په تړاو د هند د لومړي وزیر نرېندر مودي له څرګندونو وروسته د اسلام اباد چارواکو وویل، د هغه له خبرو ثابتیږي، چې نوی ډېلی په بلوچستان کې لاسوهنه کوي.
د بلوچستان لپاره د وېبپاڼې او موبایل اېپ دا خبر په داسې مهال دی چې امريکا ويلي د پاکستان يووالي او ځکمنۍ بشپړتيا ته درناوی لري او د بلوچستان د ازادۍ ملاتړ نه کوي.

دا دريځ د هند هغه پلان ته تاوان دی چې غواړي راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو په غونډه کې پاکستان د کشمير د شخړې له پورته کولو منع کړي.
د هند د يو خبريال د دې پښتنې په ځواب کې چې بلوچستان کې د بشري حقونو د سرغړونې او د ازادۍ په اړه د امریکا پاليسي څه ده د امريکا د دفاع وزارات وياند جان کربي خپل بيان تکرار کړ او ویې ویل، امريکا د پاکستان ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی لري او د بلوچستان د ازادۍ ملاتړ نه کوي.
هم دغه راز امريکا يو وار بيا په پاکستان کې د ټولو وسله والو ډلو په ضد د ګام پورته کولو غږ وکړ.








