'پکتیکا کې د پاکستاني طالبانو ویاند وژل شوی'

د عکس سرچینه، AFP
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي لندن
ډان:
پاکستان چاپې ډان ورځپاڼې د پاکستاني طالبانو د غورځنگ پخواني وياند اعظم طارق د وژنې په تړاو خپاره شويو رپوټونو ته کتنه کړې، چې وايي د پکتيکا په ولايت کې د افغان او ناټو ځواکونو په هوايي بريد کې وژل شوى دى.
ورځپاڼه وايي چې د اعظم طارق سربيره د ټي ټي پي يا تحريک طالبان پاکستان د دريو نورو مشرانو د وژل کېدو رپوټونه هم خپاره شوي دي.
واشنگټن پوست:
واشنگټن پوست په خپلې نننۍ گڼې کې له پاکستانه د وتونکو افغان کډوالو اندېښنو ته کتنه کړې او په دې تړاو خپارۀ کړي يوۀ مطلب کې ليکي:

د عکس سرچینه، AP
پاکستان هغه افغان کډوالو ته د هېواد پرېښودو حکم کوي چې د څو لسيزو په اوږدو کې هلته مېشت و. ورځپاڼې د سعيد حامد په نامه د يوۀ افغان کډوال بېلگه راخيستې چې په پلازمېنه اسلام آباد کې نانوايي او د کبابو خوړنځى لري او د ورځپاڼې په وينا هر ماښام له مشتريانو ډک وي.
ورځپاڼه وايي دغه افغان کډوال همالته په پاکستان کې لوى شوى، انگريزي ژبه يې زده کړې، واده يې کړى، او بچيان يې زېږېدلي. سعيد حامد له ورځپاڼې سره خپله اندېښنه شريکه کړې چې په پاکستان کې له خپل کاروباره خوښ دى او که اوس افغانستان ته اوړي چې په وينا يې هلته سره له دې چې طالبان او داعش دي نو ده لپاره کاروبار هم نشته.
ورځپاڼې د يوۀ بل افغان کډوال څرگندونې هم را اخيستي چې وايي خپلوان يې افغانستان ته تللي خو حکومت ورسره د مرستو کړې ژمنه نه ده پوره کړې.
هندوستان ټايمز:
هندوستان ټايمز ورځپاڼه وايي امريکا پر هند او پاکستان غږ کړى چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترينگلتيا کمولو لپاره دې په خپلو کې خبرې اترې پيل کړي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوۀ چارواکي چې نوم يې نه ښوول شوى ورځپاڼې ته ويلي امريکا د هند او پاکستان ترمنځ د هر هغې هڅې ټينگ ملاتړ کوي چې د سيمې ثبات، سوکالۍ او ولسواکۍ سره مرسته کوي، او د دغو هڅو په لړ کې د هندي او پاکستاني مشرانو مخامخې خبرې اترې هم راځي.
ورځپاڼه وايي د دغه امريکايي چارواکي دا څرگندونې وروسته له هغه راځي چې د هند لومړي وزير تېره ورځ په کرېلا ايالت کې د خپلو څرگندونو پر مهال پاکستان د ترهگرۍ خونديځاى وباله او وې ويل چې په نړېوال ډگر کې د گوښه کولو لپاره به يې کار وکړي.








