مولانا فضل الرحمان له ځانمرګي برید روغ ووت

د بلوچستان مرکز کوټه کې چارواکي وايي پر مولانا فضل الرحمان ځانمرګي برید کې دوه کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
چاودنه د پنجشنبې پر ورځ کوټه کې د جمیعت علما اسلام په یوې غونډې کې د مولانا فضل الرحمان له وینا وروسته رامنځ ته شوه.
د بلوچستان ایالتي حکومت ویاند جان بلیدي بي بي سي ته د ټیلیفون پر کرښه وویل چې دا ځانمرګی برید و.
نوموړي د برید د هدف په اړه وویل "څرګنده ده چې د مولانا فضل الرحمان ګاډی په نښه شوی و نو هدف همدی و".
د پاکستان حکومتي تلویزون ویلي چې د مولانا فضل الرحمان د موټر له حالته داسې مالومېږي چې دا ځانمرګی برید و.
ویل شوي برید کې د موټر یوه غاړه په بشپړ ډول له منځه تللې ده.
یاده دې وي چې د پنجشنبې پر ورځ دا په کوټه کې درېیمه پېښه ده.
تر دې وړاندې کوټه کې د ناپېژانده وسله والو له لوري پر یوه بس د ډزو په پایله کې ۸ شیعه هزاره ګان وژل شوي او یو کس ټپي شوی و.
بله پېښه د کوټې د قمبراني پر سړک را منځ ته شوه چې د چارواکو په وینا د نیمه پوځي ځواکونو پر یوه کاروان بمي برید کې دوه کسان ووژل شول او ۱۴ نور ټپیان شول.
د سیمې د پولیسو چارواکي عمران شیخ ویلي د چاودنې هدف د نیمه پوځي ځواکونو د ګزمې ګاډي وو خو دوی ته په برید کې زیان نه دی رسېدلی او مرګژوبله لارویانو او د نږدې دوکانونو کارکونکو ته اوړېدلې ده.








