'عوامي تحریک' اسلام اباد کې اعتراضونه پای ته ورسول

د عکس سرچینه، BBC World Service
د پاکستان د "عوامي تحریک" مشر طاهر القادري په اسلام اباد کې د حکومت پرضد د خپلې شاوخوا دوه میاشتنۍ اعتراضي ناستې د پای ته رسېدو اعلان کړی.
د ده او عمران خان پلویانو له تېرو څه باندې دوو میاشتو راهیسې په اعتراضونو لاس پورې کړی چې له کبله یې په پاکستان کې یو سیاسي کړکېچ راپورته شوی دی.
نوموړي خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال ویلي، چې اوس به د حکومت پر ضد مظاهرې په ټول هېواد کې تر سره کېږي، چې په خبره یې دا به د انقلاب بل پړاو وي.
د القادري پلویان، چې د حکومت ضد اعتراض لپاره اسلام اباد کې دېره شوي وو، د القادرې تر وینا څو ساعته وروسته خپل اعتراضونه ختم او بسترې پر شا کړې.

د عکس سرچینه، BBC World Service
طاهر القادري ویلي، ملاتړو یې د پاکستان په ټولو ښارونو کې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړی و.
ښاغلي قادري د لومړي وزیر نواز شریف پرضد خپل اعتراض او کمپاین په تېر اګست میاشت کې پیل شکړ.
هغه وايي، د پاکستان په واکمنه اداره کې انقلاب او بدلون راتلل غواړي.
که څه هم نوموړي خبرداری ورکړی و، چې د لومړي وزیر نواز شریف تر لیرې کېدا پورې به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي، خو ښکاري چې حکومت او القادري څه جوړجاړي ته رسېدلي وي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
د حکومت یو بل مخالف سیاسي مشر عمران خان ویلي، ملاتړي به یې د ښاغلي شریف تر استعفا کولو پورې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.
د بي بي سي شاهزیب جیلاني وايي، د کریکټ مخکني لوبغاړي عمران خان د حکومت پرضد په کراچۍ او د پنجاب ایالت په نورو لویو ښارونو کې خپلو اعتراضونو او غونډو ته دوام ورکړی دی.








