د پروسس شویو خواړو روغتیایي زیانونه

خورا ډېر پروسس شوي خواړه هغو خوړو ته ویل کېږي چې پکې پنځه یا تر دې ډېر داسې توکي شامل وي چې په کورنۍ پخلنځي کې معمولا نه وي، لکه: ایمولسیفایرونه، محافظتي توکي، اضافي توکي، رنګونه او خوږوونکي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خورا ډېر پروسس شوي خواړه هغو خوړو ته ویل کېږي چې پکې پنځه یا تر دې ډېر داسې توکي شامل وي چې په کورنۍ پخلنځي کې معمولا نه وي، لکه: ایمولسیفایرونه، محافظتي توکي، اضافي توکي، رنګونه او خوږوونکي.
    • Author, فیلیپا روکسبي
    • دنده, د روغتیا خبریاله

د یوې نړیوالې څېړنیزې بیا کتنې ارزونې په ډاګه کړې ده چې د روغتیا د خطرونو له امله، د خوړو په رژیم کې د خورا ډېرو پروسس شویو خوړو یا UPF کمولو لپاره ګام اخیستل اړین دي.

پوهان وایي، له تازه او بشپړو خوړو نه ارزانه او ډېرو پروسس شویو خوړو ته مخه کول د چاغښت او خپګان په څېر د بېلابېلو مزمنو ناروغیو خطر ډېروي.

څېړونکو زیاته کړه حکومتونه "لاس په کارېدو ته اړ" دي چې د خورا ډېرو پروسس شویو محصولاتو لپاره خبرداري خپاره او لوړه مالیه ولګوي چې د ډېرو مغذي خوړو د لاسرسي مالي ملاتړ وشي.

خو ځینې ساینسپوهان وایي، دا بیاکتنه مستقیمه ثابتېدلی نه شي چې ګنې ډېر زیات پروسس شوي خواړه روغتیا ته مستقیم زیان رسوي او د دې ثابتولو لپاره لا نورې څېړنې او کلینیکي ازموینې ته اړتیا ده.

خورا ډېر پروسس شوي خواړه هغو خوړو ته ویل کېږي چې پکې پنځه یا تر دې ډېر داسې توکي شامل وي چې په کورنۍ پخلنځي کې معمولا نه وي، لکه: ایمولسیفایرونه، محافظتي توکي، اضافي توکي، رنګونه او خوږوونکي.

په ډېرو پروسس شویو خوړو کې دغه شیان شاملېږي: ساسیج، چپس، معجون یا شیریني، بسکوټ، سمسلاسي جوړ سوپونه، ګاز لرونکي څښاکونه، ایس‌کریم او د پلورنځي وچه ډوډۍ.

سروېګانې ښيي چې دا صنعتي جوړ شوي خواړه په نړیواله کچه په رژیمونو کې زیاتېږي، چې د ډېرې شکرې او ناسالمو غوړو په زیاتوالي او د فایبر او پروټین په کمښت سره زموږ د خوړو کیفیت خرابوي.

د ویډیو تشریح، کارپوهان خبرداری ورکوي‌ چې خورا ډېر پروسس شوي خواړه نړیوالې روغتیا ته ګواښ دی

دا بیاکتنه چې پر روغتیا د ډېرو پروسس شویو خوړو د اغېزو په اړه ترسره شوې د ۴۳ نړیوالو کارپوهانو او د ۱۰۴ اوږدمهاله څېړنو پر بنسټ جوړه شوې ده، چې په ډاګه کوي دا خواړه د ۱۲ روغتیایي حالتونو له لوړ خطر سره تړاو لري.

په دې کې دغه ناروغۍ شاملې دي: د ۲ ډول شکر، د زړه او رګونو ناروغۍ، د پښتورګو ناروغۍ، خپګان او له وخت وړاندې مړینه.

د برازیل ساو پاولو پکې وهنتون د بیاکتنې لیکوال پروفېسر کارلوس مونتیرو چې د خوړو د کټګورۍ لپاره یې د 'نووا' (Nova) سیستم جوړ کړی، ویلي د خورا ډېرو پروسس شویو خوړو د مصرف زیاتوالی "نړیوال خوراکي رژیمونه بدلوي او تازه او لږ پروسس شويو خوړو ته شا کوي."

هغه زیاتوي: "دا بدلون د ځواکمنو نړیوالو شرکتونو له لارې رامنځته شوی، چې د خورا پروسس شویو محصولاتو له لومړیتوبه لویه ګټه ترلاسه کوي او د پراخې بازار موندنې او سیاسي فشار په مرسته د عمومي روغتیا د اغېزناکې پالیسۍ مخه نیسي."

له سیډني پوهتنون نه همکار لیکوال ډاکټر فلیپ بیکر وویل حل یې "لکه د تنباکو صنعت پر وړاندې د همغږۍ د هڅې په شان یو قوي نړیوال عمومي روغتیايي اقدام دی".

ګرافیک

بیاکتنه کې دا منل شوې چې د دې لپاره کلینیکي ازموینې کمې دي چې په دقیق ډول وښيي څنګه ډېر پروسس شوي خواړه روغتیا ته زیان رسوي، خو وايي دا باید د خلکو د احتمالي روغتیایي خطرونو د مخنیوي لپاره د لاس په کارېدا کې خنډ نه شي.

ځینې ساینسپوهان وايي، ستونزمنه ده چې د خلکو په رژیم کې د UPF اغېزې د ژوند نورو فکتورونو لکه د ژوند طرز، چلن او شتمنۍ څخه جلا کړل شي.

د 'نووا' سیستم ګوتنیوونکي وایي، دا سیستم ډېر تمرکز په پروسس شوي کچې کوي، نه په دې چې هر خواړه څومره مغذي دي. د بېلګې په توګه، د پوټکي لرونکې غلې دادې ډوډۍ، د سهارنۍ لپاره غلې دانې، لږ غوړ لرونکي مستې، د ماشوم فارمولا شیدې او فېش فینګر ټول خورا پروسس شوي ګڼل کېږي خو ګټه ډېره لري.

د اپلایډ سټاټیسټکس د تطبیقي احصائیو پخوانی استاد پروفیسر کیوین مک کانوې ویلي: "داسې یوه مطالعه همغږي پیدا کولی شي، خو د علت او معلول په اړه ډاډ نه شي ورکولی."

هغه زیاتوي چې لا هم "د شک او نورو څېړنو لپاره ځای شته."

په رژیم کې د برېتانیا اوسنی حکومتي مشوره دا ده چې دېرې مېوې، سبزيجات او فایبر وخورئ او بوره، غوړي او مالګه کمه کړئ.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په رژیم کې د برېتانیا اوسنی حکومتي مشوره دا ده چې دېرې مېوې، سبزيجات او فایبر وخورئ او بوره، غوړي او مالګه کمه کړئ.

هغه وايي: "زه فکر کوم لږ تر لږه ځینې UPF د ځینو مزمنو ناروغیو خطر زیاتولی شي. خو دا په یقین سره نه ښيي چې ټول UPF خواړه د ناروغیو خطر ډېروي."

تر اوسه دا روښانه نه ده چې په خورا پروسس شویو خوړو کې څه شی ناروغۍ رامنځته کوي یا ناروغیو کې مرسته کوي.

د ابرډین پوهنتون پروفیسر جولز ګریفین وویل، د خوړو پروسس کول ځینې مثبت اړخونه هم لري او د دې د اغېزو د پوهېدو لپاره لا زیاتې څېړنې "بېړنۍ اړتیا" لري.

د خوړو او مشروباتو فدراسیون (FDF) ، چې د صنعت استازیتوب کوي، وايي UPF د متوازن رژیم برخه کېدای شي، لکه یخ شوي مټر او د پوستداره غلې ډوډۍ.

د FDF مشر ساینسي کارمن کیت هالیویل وايي: "شرکتونو له څو کلونو راهیسې د خوړو او مشروباتو په جوړولو کې بدلونونه راوستي چې زموږ ټولو لپاره د حکومت له لارښوونو سره سم صحي خواړه برابر کړي."

هغې زیاته کړه چې د پلور په محصولاتو کې د شکر او مالګې اندازه له ۲۰۱۵ کال راهیسې د یوې دریمې برخې کمه شوې ده.

د برېتانیا د تغذیې د علمي مشورتي کمېټې وویل، د خورا پروسس شویو خوړو لوړ مصرف او د منفي روغتیایي پایلو ترمنځ اړیکه "له اندېښنې ډکه" ده.

خو دوی زیاتوي دا "روښانه نه ده" چې دا خواړه د پروسس له امله ناسالم دي یا دا چې ډېری یې په کالورۍ، سوډیم، اشباع شويو غوړو او ازاده بوره کې لوړ دي.

په رژیم کې د برېتانیا اوسنی حکومتي مشوره دا ده چې دېرې مېوې، سبزيجات او فایبر وخورئ او بوره، غوړي او مالګه کمه کړئ.