مرموز مرخېړي چې خلک یې له خوړلو وروسته کوچني انسانان ویني

د عکس سرچینه، Colin Domnauer
د چین د یوننان ولایت په یوه روغتون کې ډاکتران هر کال د خلکو ګڼې ګوڼې ته چې له یوه غیر معمولي شکایت سره ورځي، ځانونه چمتو کوي.
دغه ناروغان له ډېرو عجیبو او حیرانوونکو نښو نښانو شکایت کوي.
دوی وايي، ډېر کوچني ښاپېرۍ ډوله شکلونه ګوري، چې تر دروازو لاندې ورتېرېږي، پر دیوالونو پورته خېژي او په فرنیچرو پورې راځوړندېږي.
دغه روغتون هر کال د دا ډول سلګونو قضیو درملنه کوي.
خو د دغو ټولو قضیو لامل یو او شریک دی:
لانماوا اسیاتیکا، د مرخېړیو یو ډول چې په ورڅېرمه ځنګلونو کې تر صنوبر ونو لاندې را زرغونېږي او مشهور سیمهییز خواړه دي.
دا مرخیړي یا پوڅکي په دې سیمه کې د خپلې خوندورې، امامي ذایقې له کبله مشهور دي.
لانماوا اسیاتیکا یوننان کې په بازارونو کې پلورل کېږي، د رستورانتونو په مینوګانو کې هم شته او د جون او اګست میاشتو ترمنځ، چې د مرخېړیو فصل دی، کورونو کې هم ډېرې پخېږي.
خو دا خواړه باید په ډېر احتیاط سره په بشپړه توګه پاخه شي، که نه نو وهم او وسواس رامنځته کولی شي.
په یوتا پوهنتون او د یوتا د طبیعي تاریخ موزیم کې د بیولوژۍ برخې د دوکتورا نوماند، کولین ډومناور، چې د لانماوا اسیاتیکا مرخېړیو په اړه مطالعه کوي، وايي: "هلته [د یوننان] د مرخیړیو په یوه رستورانت کې خدمتګار ټایمر ته ۱۵ دقیقې وخت او موږ ته خبرداری راکړ، 'تر هغه چې ټایمر نه وي بند شوی، مه یې خورئ، کنه ښايي کوچني خلک ووینئ'."
نوموړی زیاتوي، "دا د هغه ځای په کلتور کې یو ډېر عام پوهاوی ښکاري."
خو له یوننان او څو نورو ځایونو کې ورهاخوا چې خلک یې پر اغېزو یو څه پوهېدلي، دا عجیب مرخېړي لا هم په لویه کچه معما ده.
مایکولوژیسته او د فنګي بنسټ اجراییوي رییسه جولیانا فرسي وايي، "د دغو رواني [مرخېړیو] د موجودیت په اړه بېلابېلې کیسې کېدې او ډېر خلک یې په لټه کې وو، خو هېڅکله یې ونه موندې."
فنګي بنسټ چې د مرخېړیو د بېلابېلو ډولونو موندلو، مستندولو او ساتنې ته ځانګړی شوی، یوه غیر انتفاعي ډله ده او بنسټ یې هم جولیانا ایښی دی.
ساینسپوه ډومناور په دې لټه کې دی چې له لسیزو راهیسې د مرخېړیو له دغه ډول سره تړلې معماوې حل او هغه ناڅرګند ترکیب یې معلوم کړي، چې د دا ډول غیر معمولي وهم او وسواس لامل ګرځي.
هغه د دې هڅه هم کوي چې معلومه کړي، دا بوټی ولې د انسان پر مغزو داسې اغېزه کوي.
ساینسپوه ډومناور لا لیسانس کاوه چې په لومړي ځل یې خپل د مایکولوژي له استاده د اېل اسیاتیکا په اړه اورېدلې وو.
دی وايي: "ډېره عجیبه ښکارېده، چې داسې یو مرخیړی دې هم وي چې په بېلابېلو وختونو او کلتورونو کې دې ښاپیریو ته د ورته افسانوي کیسو د لیدلو په تړاو د رپوټونو لامل شي. زه حیران وم او خپلې تلوسې وهڅولم چې په دې تړاو لا ډېر څه پوه شم."

د عکس سرچینه، Colin Domnauer
اکاډمیکو سرچینو د دغو مرخېړیو په تړاو لنډ او مختصر معلومات وړاندې کول.
په ۱۹۹۱ کال کې د چین د علومو اکاډمۍ دوو څېړونکو یوه لیکنه کې په یوننان ولایت کې د داسې خلکو کیسې راخیستې وې، چې یو ځانګړی ډول مرخیړي یې خوړلي او "لیلیپوتي توهمات" یا د ډېر کوچنیو انسانانو، ژویو او افسانوي موجوداتو د لیدلو وسواس یې تجربه کړی و.
دا نوم د هغو کوچنیو خلکو له مخې ورکړل شوی چې د 'ګلیور سفرونو' په ناول کې په افسانوي لیلیپوت ټاپو کې ژوند کوي.
دغو څېړونکو لیکلي، ناروغان دغه شکلونه "هره خوا د ګرځېدو" په حال کې ګوري او معمولآ تر لسو ډېر هممهاله یوه صحنه کې موجود وي.
څېړونکو زیاته کړې، ناورغان چې "کله جامې اغوندي، ګوري چې دغه موجودات یې په کالیو پورې نښتي، چې کله ډوډۍ خوري نو په لوښو کې هم ورته ښکاري... چې سترګې پټې کړي، لا ډېر روښانه" ورته برېښي.
یوه امریکایي لیکوال او فرانسوي نباتات پوه ګورډن واسن او راجر هیم، ان تر دې ور وړاندې په ۱۹۶۰ لسیزه کې په پاپوا نیو ګیني کې له ورته یوه څه سره تر مخامخېدو وروسته د لویدیځو لوستونکو پام د رواني مرخیړیو شتهوالي ته وراړولی و.
دوی هلته د یوه داسې مرخېړي په لټون تللي و چې ۳۰ کاله ورمخکې یې د دیني مبلغینو یوې ډلې کیسه کړې وه.
دغو مبلغینو ویلي وو چې دا ډینګرۍ یا مرخېړي به د ځایي خلکو د "لیونتوب" لامل ګرځېدې، داسې حالت چې وروسته یو انتروپولوژیست "د مرخېړیو لیونتوب" وباله.
خو دوی به پر دې نه پوهېدل، چې له څه سره مخامخ شوي دي، هغو رپوټونو ته ډېر ورته دي، چې اوس د چین له یوننان ولایته ترلاسه کېږي.
دوی د مرخېړیو د شک وړ ډولونو نمونې راټولې او ازموینې لپاره د اېلاېسډي موندونکي سویسي کیمیاپوه البرټ هوفمن ته استولې وې.
خو هوفمن په دغو پوڅکو یا مرخېړیو کې د کوم پام وړ مالیکول پر پېژندلو بریالی نه شو.
دا ډله وروسته دې پایلې ته رسېدلې وه، چې له دغې سیمې یې په دې تړاو کومې کیسې اورېدلې، څه خاص درملیز بنسټ نه لري، بلکې تشې کلتوري افسانې دي، نو ځکه نوره څېړنه هم ونه شوه.
خبره تر ۲۰۱۵ کال پورې راورسېده چې څېړونکو بالاخره دغو مرخېړیو ته د لانماوا اسیاتیکا (L. asiatica) نوم ورکړ.
خو د دغو پوڅکو د رواني ځانګړنو په اړه تر اوسه هم ډېر جزییات نشته.
همدې ته په کتو، د ډومناور لومړنۍ موخه دا ده چې د مرخېړیو د دې بڼې ریښتینی پېژندګلوی وکړي.
هغه د ۲۰۲۳ کال دوبي کې د مرخېړیو د فصل اوج کې یوننان ولایت ته ولاړ.
د دغه ولایت د مرخېړیو د پراخو بازارونو سروې یې وکړه او له پلورونکو یې هغه مرخیړي وغوښتل، چې پر خلکو کوچني خلک ګوري.
د پلورونکو لخوا ورښودل شوې بڼې یې وپېرلې او بیا یې ورسره لابراتوار ته یوړې، چې جېنومونه یې ترتیب کړي.
دی وايي چې دغه کار د اېل. اسیاتیکا هویت تایید کړ.
یوه څېړنه کې چې دی یې د پایلو خپرولو ته چمتووالی نیسي، له لابراتوار بېلګو ترلاسه شویو کیمیاوي اجزاو په موږکانو کې د چلند هماغسې بدلونونه رامنځته کړل، څنګه چې یې په انسانانو کې راپور ورکړ شوی و.
موږکانو د مرخېړیو د شیرې له ورکول کېدو وروسته، د ډېر زیات فعالېدو (هایپرایکټیویټۍ) دوره تجربه کړه او ورپسې اوږده بې حسي وه چې موږکانو پکې ډېر حرکت نه کاوه.
ساینسپوه ډومناور فیلیپین ته هم سفر وکړ، چې ده پکې د ورته یوه مرخېړي اوازې اوریدلي وې.
ویل کېدل چې دا مرخېړي هم چین او پاپوا نیو ګیني کې ثبت شویو بېلګو ته د ورته نښې نښانو لامل ګرځي.
هغه نمونې چې ده هلته راټولې کړې وې، له چیني مرخیړیو سره یو څه توپیر درلود.
نوموړی وايي چې دا د لویو، سوربخنه چیني مرخیړیو پرتله کوچني او روښانه ګلابي رنګه وو.
خو د نوموړي لخوا ترسره شویو جېنیتیکي ازموینې وښوده، چې دا دواړه مرخېړي په حقیقت کې ورته او یو ډول دي.

د عکس سرچینه، Colin Domnauer
د ۲۰۲۵ کال ډسمبر کې د ډومناور مدیر هم پاپوا نیو ګیني ته لاړ چې د واسن او هیم لخوا ثبت شوي مرخېړي ولټوي.
د ډومناور په وینا د دغو مرخېړیو موندل او پېژندګلوی "لا هم لویه پوښتنه ده".
دوی هلته هېڅ هم ونه موندل، نو دغه راز لا هم هماسې راز پاتې دی.
ډومناور وايي: "ښايي همدغه ډول وي. که وي، نو دا به هم ډېره حیرانوونکې ځکه وي، چې پاپوا نیو ګیني کې معمولا [د مرخېړیو] هغه ډولونه نه پیدا کېږي، چې په چین او فیلیپین کې موندل شوي."
نوموړی زیاتوي، یا ښايي دا یې بیخي جلا ډول وي، چې دا به هم "د تکامل له نظره ډېر په زړه پورې کار" وي.
دا به په دې مانا وي چې ورته لیلیپوتي اغېزو د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د مرخېړیو په مختلفو ډولونو کې په خپلواکه توګه وده کړې ده.
په طبیعت کې له وړاندې هم د داسې څه د پېښېدو بېلګې شته ده.
ساینسپوهانو، چې ځینو یې له ډومناور سره په یوه لابراتوار کې کار کاوه، په دې وروستیو کې وموندله چې په جادوګرو مرخېړیو کې موندل کېدونکي روان اغېزمنونکی مالیکول – سایلوسایبین - په خپلواکه توګه د مرخیړیو دوو ډولو کې وده کړې ده.
خو ډومناور وايي، په اېل. اسیاتیکا مرخېړیو کې د لیلیپوتي اغېزو لامل سیلوسایبین مالیکول نه دی.
هغه او ډله یې لا هم د دې هڅه کوي چې هغه کیمیاوي مرکب وپېژني چې په لانماوا اسیاتیکا کې د وهم او وېرې عنصر ګرځي.
د اوسنیو ازموینو موندنې وايي، د دې احتمال نشته چې دا دې له کوم بل پېژندل شوي رواني مرکب سره څه تړاو ولري.
د دغو مرخېړیو د خوړلو له اړخه د وهم دورې په غیرمعمولي ډول اوږدې دي.
دا دورې معمولآ له ۱۲ تر ۲۴ ساعتونو دوام کوي، خو په ځینو مواردو کې د دې لامل کېږي چې ناروغ تر یوې اوونۍ روغتون کې پاتې شي.
ساینسپوه ډومناور هم د اپلتو (هذیان) او سربدالۍ په څېر اوږدمهاله جانبي اغېزو سره د ملو فوقالعاده اوږدو دورو احتمال ته په کتو، تر اوسه لا پخپله خام مرخېړي نه دي ازمویلي.
د هغه د موندنو له مخې، په غالب ګومان همدا اوږدمهاله دورې ښايي د دې لامل شوې وي، چې په چین، فیلیپین او پاپوا نیو ګیني کې د خلکو لخوا په لوی لاس یا قصدي ډول رواني اغېزو لپاره د اېل. اسیاتیکا کارول دود شوي نه دي.
ساینسپوه ډومناور وايي، "دا [مرخېړي] تل یوازې د خوړو په توګه کارېدلي،" او توهم یې ناڅاپي یا غیر منتظره اغېزه پاتې شوې.
یو بل عجیب فکتور هم پکې شته: نور پېژندل شوي رواني مرکبات معمولا د خپلو انفرادي او ځانګړې دورو لامل ګرځي، چې نه یوازې له یو کس څخه بل ته توپیر کوي، بلکې د یوه کس تجربې هم تل یو شان نه وي او یوه له بلې توپیر لري.
خو د ډومنار په وینا، په اېل. اسیاتیکا کې بیا "د کوچنیو خلکو د لیدلو تصور خورا باوري او په مکرر ډول رپوټ شوی دی".
دی وايي، "زه بل داسې هېڅ شی نه پېژنم، چې دومره پرلهپسې او په دوامداره توګه دې [ورته] وهمونه رامنځته کړي."
ډومناور زیاتوي، پر دغو مرخېړیو پوهېدل به دومره اسان نه وي.
خو د نورو روان-اغېزمنوونکو مرکباتو د څېړنو په څېر به د دې ساینسي څېړنه هم وکړای شي، چې د شعور او همدا راز د ذهن او واقعیت ترمنځ د اړیکو په تړاو لویې پوښتنې تر یوه ځایه ځواب کړي.
دا څېړنه ښايي په دې تړاو هم د مالوماتو په موندنه کې مرسته وکړي، چې خلکو کې د اېل. استاتیکا مرخېړیو له کارولو پرته د نورو لیلیپوتي وهمونو لامل څه کېدای شي.
د لیلیپوتي وسواس یا توهماتو وضعیت ډېر نادر دی. په ۱۹۰۹ کال یې له پېژندل کېدو رانیولې تر ۲۰۲۱ کال پورې یوازې ۲۲۶ داسې قضیې ثبت شوې، چې د مرخېړیو له مصرف سره څه تړاو نه لري.
دا شمېر که څه هم نسبتآ محدود دی، خو پایلې یې بیا خورا جدي دي: د هغو ناروغانو چې قضیې یې د مرخېړیو اړوندې نه دي، یو درېیمه برخه بېرته په بشپړ ډول نه دي رغېدلي.

د عکس سرچینه، Colin Domnauer
ډومناویر وايي، د اېل.اسیاتیکا په اړه مطالعه کولی شي له ساینسپوهانو سره د دغو طبیعي پېښېدونکو لیلیپوتي کتنو تر شا د دماغ پر میکانیزمونو ښه پوهېدو کې مرسته وکړي.
نوموړی زیاتوي، دا ان ښايي د هغو خلکو درملنې لپاره نوې لارې وباسي، چې عصبي اختلال پکې وده کړې وي.
د طبیعي فلسفې د مککینا اکاډمۍ رییس او د دودیز طب متخصص مککینا له دې موافق دی چې د مرخېړیو پر مرکباتو پوهېدل کولای شي چې د نویو درملو موندنې ته لار هواره کړي.
هغه وايي: "ایا درملیزه ګټه یې شته؟ باید ولیدل شي."
مککینا اکاډمي د امریکا په کالیفورنیا کې یو غیر انتفاعي تعلیمي مرکز دی.
فرسي وايي، څېړونکي داسې اټکلوي چې تر دې دمه ټوله نړۍ کې د موجودو ډینګریو له ۵ سلنې هم کم ډولونه تشریح شوي دي.
نوموړې زیاتوې، نو په دې تړاو نوې موندنې په دوامداره توګه د نړۍ په لمنځهتلونکو ایکوسیستمونو کې نوو موندنو لپاره "لوی ظرفیت" هم روښانه کوي.
فرسي وايي، "مرخېړي د بایو کیمیکل او درمل پوهنې ډېر لوی کتابتون دی، چې موږ ایله اوس یوازې سر ورښکاره کړی... یوه بشپړه نړۍ مو مخ ته پرته ده، چې موندل (کشف) غواړي. "










