له افغانستان ایستل شوی ماشوم پولنډ کې زهرجن مرخېړي وواژه

د عکس سرچینه، Getty Images
پولنډي چاراکي وایي، هغه پنځه کلن افغان ماشومان چې پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته له دې ښاره ایستل شوی، پولنډ کې د صحرایي یا زهرجن مرخېړي (مشروم) د خوړولو له کبله مړی شوی دی.
د دې ماشوم شپږ کلن ورور هم دا زهرجن بوټی خوړلی او تر جراحۍ وروسته یې څیګر تر لېرې کړل شوی، او وضعیت یې نازک دی.
دا دواړه هلکان د اګست پر ۲۳مه نېټه له خپلې کورنۍ سره یو ځای له کابل پولنډ ته لېږدول شوي وو او پلازمېنې وارسا ته نږدې د کډوالو په یوه کمپ کې اوسېدل.
دواړو ماشومانو د اګست پر ۲۴مه نېټه همدې کمپ ته نږدې صحرایي یا زهرجن مرخېړي خوړلي وو، چې وروسته روغتون ته ورسول شول او کشر ورور یې ساه ورکړه.
د روغتون چارواکو د پنجشنبې پر ورځ تائید کړله چې د کشري ورور ژوند ژغورلو کې پاتې راغلي.
ډاکټرانو دا هم تائید کړه چې د مشر شپږ کلن هلک مغزو ته هم زیان اوښتی او وضعیت یې د جدي اندېښنې وړ دی.
له دې پېښې وړاندې هم یوې بلې ۱۷ کلنې نجلۍ د کډوالو په همدې کمپ کې زهرجن مرخېړي خوړلي وو او روغتون ته رسول شوې وه، خو تر ښه کېدو وروسته رخصت شوه.
څارنوالان وایي چې د دې دواړو پېښو په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
اصلي پېښه څه ډول رامنځته شوه؟
پولنډي رسنۍ وایي، د دې هلکانو کورنۍ کمپ ته له نږدې دښتې همدا زهرجن مرخېړي راټول کړي وو او وروسته یې پکې ښوروا پخه کړې وه.
ځایي چارواکي هغه رپوټونه رد کړي چې ګواکې دې کډوالو ته کافي خواړه نه ورکول کېدل او له همدې کبله اړ شوي چې له دښتو بوټي راټول کړي.
د هغې ادارې یو چارواکی چې د دې کډوالو مسؤلیت ور په غاړه دی وایي، ټولو کسانو ته ورځ کې ۳ ځله خواړه ورکول کېږي.
دی زیاتوي، د کمپ چارواکو ته سپارښتنه شوې چې افغان کډوال په دې پوه کړي چې له نږدې دښتو دې زهرجن مرخېړي نه راټولوي.
د پولنډ حکومت وایي، په دې هېواد کې نږدې ۲۵۰ ډوله زهرجن بوټي شته چې ځینې یې کولی شي انسان ووژني.
یاده دې وي چې پولنډ په تېرو دوه اوونیو کې نږدې زر تنه هغه افغانان او د هغوی کورنۍ له کابل را ایستلي چې په تېرو شلو کالو کې یې افغانستان کې له پولنډي ځواکونو سره مرسته کړې وه.
پر دې کسانو سربېره پولنډ یو شمېر نورو هېوادونو سره هم له افغانستان د وګړو په را ایستلو کې مرسته کړې وه.








