فېسبوک: له افغانستانه د افغانانو په ایستلو کې مو مرسته کړې

افغانان، میکسیکو، کډوال

د عکس سرچینه، GOVERNMENT OF MEXICO

د عکس تشریح، د میکسیکو حکومت وايي د ماشومانو په ګډون څلورمه ډله افغانان د چهارشنبې په ورځ دغه هېواد ته ورسېدل.

فېسبوک بي بي سي ته ویلي وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان کنترول خپل کړ له ۱۷۵ کسانو سره یې له افغانستانه په وتلو کې مرسته کړې ده.

د فېسبوک د ادارې مامورین هم په هغې الوتکې کې وو چې میکسیکو ته یې افغانان لېږدول.

د میکسیکو حکومت هم تایید کړې چې په یوه الوتکه کې افغان فعالان او خپلواک خبریالان له خپلو کورنیو او ماشومانو سره دغه هېواد ته لېږدول شوي دي.

وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان کنترول خپل کړ د فېسبوک په ګډون یو شمېر نړیوالو ادارو خپل مامورین له افغانستانه وایستل.

د فېسبوک یوه ویاند بي بي سي ته وویل ''له افغانستانه د خپلو مامورینو او متحدینو د ایستلو په لړ کې موږ د خبریالانو له یوې ډلې او د هغوی له کورنیو سره چې له جدي خطر سره مخامخ وو مرسته وکړه چې له افغانستانه ووځي. ''

د فېسبوک ویاند د میکسیکو او متحده عربي اماراتو له حکومتونو نه مننه وکړه چې په وینا یې د دوی الوتکې ته یې په خپله خاوره کې د کیناستو اجازه ورکړه او افغان خبریالان یې ومنل.

د فېسبوک ادارې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت له امله په دې اړه له نورو جزییات ورکولو ډډه کړې خو دومره یې ویلي چې په میکسیکو کې د خبریالانو هرکلی وشو.

د میکسیکو حکومت وايي د افغانانو دغه ډله پرون چهارشنبه (د سپتمبر لومړۍ نیټه) میکسیکو ته ورسېده.

د میکسیکو حکومت ویلي ''دا څلورمه ډله افغانان دي چې د بشري دلایلو له مخې په افغانستان کې د روان وضعیت له امله میکسیکو ته راغلي او په دې ډله کې د ټولنیزو شبکو کارکونکي، فعالان، ازاد خبریالان د هغوی کورنۍ او ۷۵ ماشومان شامل دي. ''

دوه اونۍ وړاندې فېسبوک په افغانستان کې د کارونکو د خوندیتابه په خاطر یو لړ نوي اقدامات وکړل او د فېسبوک د امنیتي پالیسۍ مشر نتانیل ګلیچر په یوه ټویټ کې وویل ''موږ داسې یو غوراوی په افغانستان کې د فېسبوک کارونکو لپاره جوړ کړی چې کولای شي په یو کلېک خپل فېسبوک حساب بند کړي او په دې توګه هغه کسان چې ورسره ملګري نه وي نه شي کولای چې پر پاڼه یې تصویرونه او پوسټونه وګوري یا یې ډونلوډ کړي. ''

افغانستان، کډوال، میکسیکو

د عکس سرچینه، GOVERNMENT OF MEXICO

د عکس تشریح، د میکسیکو حکومت وايي په څلورمه ډله افغانانو کې چې دغه هېواد ته ورغلي ۷۵ ماشومان هم شامل دي.

د فېسبوک ادارې څو ورځې وړاندې تایید کړه چې پر فېسبوک به د هغو توکو خپرولو مخه ونیسي چې د طالبانو په اړه وي ځکه چې د فېسبوک اداره طالبان د ترهګرو یو سازمان ګني.

د فېسبوک ویاند په دې اړه بي بي سي ته وویل ''د امریکا د قانون له مخې پر طالبانو د ترهګر سازمان په توګه بندیز دی او موږ خپل خدمات د خطرناک سازمان د تګلارې له مخې طالبانو ته بند کړي دي، په دې مانا چې موږ به هغه فېسبوکي حسابونه وتړو چې د طالبانو له خوا یا د طالبانو په استازیتوب جوړ شوي وي او طالبان ستايي، ملاتړ یې کوي او یا د هغوی استازیتوب کوي. ''

نړیوالې مرستې

د طالبانو کنټرول ته د افغانستان له ورتلو لس ورځې وروسته نړیوال بانک هم په افغانستان کې د خپلو پروژو مالي مرسته ودروله.

د نړیوال بانک مسوولین وايي، د افغانستان پر پرمختیا او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو برخه کې د طالبانو اغېز ته اندېښمن دي.

.افغانستان، نړیوال بانک
د عکس تشریح، نړیوال بانک د افغانستان بیارغاونې په پروژو کې رغنده ونډه درلوده

تېرو دوو لسیزو موده کې نړیوال بانک د افغانستان بیا رغاونې او پرمختیا برخه کې نژدې پنځه میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

تر اوسه پورې د کرنې برخه کې د افغانستان تر ټولو سترې پروژې د نړیوال بانک په مرسته ترسره کېدې.

دغه راز څو ورځې وړاندې د پیسو نړیوال صندوق ای ایم ایف افغانستان ته د پیسو ورکړه په ټپه ودروله.

له دې مخکې جرمني ویلي وو، که طالبان د قانون په توګه اسلامي شریعت نافذ کړي، ''ان د یوه سنټ نور مرسته به هم و نه کړي. ''

اخوا د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان پولي پشتیبانه کنګل کړې او اوس طالبان ورته لاسرسی نه لري.