فېسبوک استرالیا کې پر خبري منځپانګې بندیز لګولی

د عکس سرچینه، Reuters
فېسبوک شرکت په استرالیا کې خپلو کارنو ته د هر ډول خبري موضوع د خپرولو په اړه خبرداری ورکړی دی، چې دې کار یې اساسي معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي په اړه اندېښنه راپورته کړې ده.
استرالیاییان چې د پنجشنبې په ورځ راویښ شول، ویې لیده چې پر فېسبوک ټول کورني او بهرني خبري وېبسایټونه نه شي پرانیستلی.
پر ځینو حکومتو وېبپاڼو هم بندیز لګول شوی، لکه د روغتیا او بېړنیو پېښو اړوندې وېبپاڼې- خو د فېسبوک چلوونکو وویل دا کار په تېروتنه شوی.
د استرالیا حکومت ویلي دا بندیز د فېسبوک "ریښتینولي" ګواښي.
له استرالیا بهر هم ګڼ کسان فېسبوک کې د استرالیا ورځپاڼو ته لاسرسی نه لري.
د فېسبوک دا پرېکړه په استرالیا کې د هغه وړاندیز شوي قانون په غبرګون کې شوې چې وايي د ټیکنالوجۍ مخکښان باید د خبرونو د منځپانګو په بدل کې پیسې ورکړي.
د ګوګل او فېسبوک په څېر شرکتونو لانجه وکړه چې یاد قانون د انټرنېټ د کار د څرنګوالي ښکارندويي نه کوي او په نا عادلانه ډول یې "سزا" ټاکلې ده.

د عکس سرچینه، Facebook
د استرالیا حکومت ویلي، د چارشنبې په ورځ پارلمان کې د تایید شوي دغه قانون د پلې کولو لپاره به لاس په کار شي.
د استرالیا د مخابراتو وزیر پاول فلېچر "اې بي سي" تلوېزیون ته ویلي: "فېسبوک باید ښه فکر وکړي چې دا کار یې شان او شوکت ته زیان رسوي".
فېسبوک شرکت ویلي، تېر کال یې له استرالیايي خپرندویانو سره کارنو (کاروونکو) ته د دوی د منځپانګو رسولو سره د ۴۰۷ میلیون استرالیايي ډالرو (۳۱۶ امریکايي ډالرو) په ګټلو کې همکاري کړې ده، خو د فېسبوک لپاره له خبري منځپانګو ورتلونکې ګټه "ډېره کمه" ده.
د شرکت سیمه ییز مشر ویلیم ایسټن ویلي، دا قانون فېسبوک ته د هغې منڅپانګې له کبله سزا ورکوي چې فېسبوک کې هېڅ نه غواړي.









