فېسبوک کې نوې اسانتیا چې ټلوېزیون ننګوي

د عکس سرچینه، facebook
فېسبوک د ویډیو خپراوي داسې نوي شونتیا خپلو کاروونکو ته برابروي چې یوټیوب او ټلویزیوني شبکې ننګولی شي.
ډېر ژر به کاروونکي پر فېسبوک یو ټب (تڼۍ) چې کتل، واچ (watch) نومېږي وویني چې بېلابېلې خپرونې به کاروونکو ته وړاندې کوي. د واچ ځینې خپرونې به په خپله فېسبوک تولیدوي.
فېسبوک واچ داسې جوړ شوی چې د فېسبوک کاروونکي ملګري چې څه ګوري، د هغه په تړاو نوي پروګرامونه موندلی او لیدلی شي.
کتونکي به کولی شي چې د ویډیو کتلو پر مهال د نورو کاروونکو نظرونه وویني او له ملګرو او واچ د ډلې ځانګړو ډلو سره په اړیکه کې وي.
د فېسبوک بنسټ اېښوونکي مارک زوکربرګ د دغه نوي خدمت په اړه وايي: "هیلمن یو چې دا به د ډېرو پروګرامونو کور وي، له عادي خپرونو نیولې بیا تر کومېډي او سپورټ په ژوندۍ بڼه."

د عکس سرچینه، facebook
فېسبوک له یوې مودې راهیسې دا شونتیا برابره کړې چې ویډیو په کې خپره شي، خو تر دې دمه له دغو خدماتو په شخصي ډول د جوړو شویو او د خبري رسنیو د ویډیوګانو د یوې برخې د خپرولو په موخه ګټه ترې اخیستل شوې ده.
"واچ" به وکړی شي د فېسبوک او اپلېکېشنونو لپاره یې د ګټې نوي ظرفیتونه جوړ کړي، او ښایي د خپرونو په منځ او سر کې تبلیغاتي او سوداګریز اعلانونه خپاره کړي.
ټاکل شوې ده فېسبوک واچ لومړی په امریکا کې او بیا په نورو هېوادونو کې د ګټې اخیستو وړ وګرځي.








