امریکايي ادارې د فېسبوک پر ډیجیټل سکې نورې نیوکې وکړې

د امریکا د خزانې وزیر سټیفن منوشن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا د خزانې وزیر سټیفن منوشن په دې اند دی چې د فېسبوک په مخ کې اوږده لار ده چې د لیبرا رایستلو لپاره موافقه ترلاسه کړي

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر نیوکې وروسته د امريکا د خزانې وزارت هم د فېسبوک شفر لرونکې ډیجیټل سکې نیوکه کړې، چې وايي ډېر امکان لري چې دا سکه په جرمي موخو کې وکاروله شي.

فېسبوک ویلي، د (لیبرا) په نامه ډیجیټل سکه راوباسي.

د امریکا د خزانې وزیر سټیفن منوشین خبریالانو ته وویل، ښايي د "پیسو سپینوونکي او د ترهګرو تمویلګر" د فېسبوک له لیبرا څخه ناوړه ګټه واخلي او دا سکه د ملي امنیت پر وړاندې خطر جوړولی شي.

دی وايي ځکه ډاډه نه دی چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم د دغې سکې رایستلو په اړه نیوکه کړې وه.

د فېسبوک اجراییوي مشران اوس د سه شنبې په ورځ د امریکا د کانګرس ځینو کمېټو ته ورځي چې د لیبرا په اړه له هغوی سره خبرې او بحث وکړي.

په پام کې ده چې د فېسبوک یو چارواکی ډېویډ مارکس، چې د لیبرا سکې مسؤولیت هم لري، په کانګرس کې ژمنه وکړي چې فېسبوک به تر هغه دا سکه نه راوباسي، چې د اړوندو چارواکو وېره په ډاډ بدله شوې نه وي.

منوشن وايي، د لیبرا په اړه باید مالي چارواکي قانع کړل شي چې ددې سیکې معیارونه او امنیت تر ټولو ډېر خوندي دی.

لیبرا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سټیفن منوشن، ډونلډ ټرمپ او د فدرالي بانک مشر د لیبا سکې په اړه وېره ښودلې وه

د ناکامۍ وېرې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره اونۍ ویلي وو، د لیبرا سکې ته خوشبین نه دی، چې په وینا یې فېسبوک د دې کار لپاره جواز ترلاسه کولو ته اړتیا لري.

تېره اونۍ د فدرالي احتیاطي بانک مشر جیروم پاول هم ویلي وو، لیبرا خطرناکه وېره رامنځ ته کړې ده.

فېسبوک هیله ښودلې وه چې راتلونکی کال به لیبرا سکه راوباسي، او هیله یې دا ده چې له اړوندو ګوتنیوونکو چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړي.