فېسبوک پاکستاني پوځ سره تړلي حسابونه بند کړل

د عکس سرچینه، Reuters
د فېسبوک ټولنیزې شبکې اعلان کړی چې ۷۱۲ فردي حسابونه او ۳۹۰ هغه پاڼې یې بندې کړې دي چې د دوی په وینا، ناسم مالومات یې خپرول. په دې لېست کې ډېری اکاونټونه یا حسابونه د هند اپوزیسیون کانګرس ګوند او د پاکستان استخباراتو پورې اړه لري.
پر فېسبوک په دې رووستیو کې فشار ډېر شوی چې باید چا ته اجازه ورنکړي چې دا شبکه د سیاسي ګټو یا د ناسمو مالوماتو د خپرولو لپاره وکاروي.
په پاکستان کې ټولټال ۵۷ فردي اکاونټونه، ۲۴ پاڼې، ۷ ګروپونه او ۱۵ د انسټاګرام اکاونټونه تړل شوي دي.
فېسبوک وایي، دا ټول حسابونه د یوې شبکې برخه وو چې پیل یې له پاکستانه شوی و او د دې هېواد پوځ پورې یې اړه درلوده.
دا ګام په داسې وخت کې اخیستل کېږي چې په هند کې عامو ټاکنو ته لږ وخت پاتې دی. دا ټاکنې د اپرېل پر ۱۱مه نېټه پلېږي او د می میاشتې تر ۱۹مه به دوام کوي.

د عکس سرچینه، Facebook
فېسبوک ویلي، یو شمېر هغو اکاونټونو او پاڼو چې اپوزیسیون کانګرس ګوند پورې اړه لري، ناسم مالومات خپرول.
فېسبوک په نړۍ کې تر ټولو ډېر کاروونکي په هند کې لري، چې شمېر یې ۳۰۰ ملیونه کسانو ته رسي.
دا لومړی ځل دی چې فېسبوک د هند یو تر ټولو ستر سیاسي ګوند په نښه کوي، او ورسره تړلي حسابونه بندوي.
د کانګرس ګوند پر خپله ټوېټر پاڼه منلې ده چې د دوی یوه رسمي فېسبوک پاڼه او د ګوند د یو شمېر غړو تائید شوي حسابونه تړل شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
فېسبوک بیا وایي چې له ډېریو دغو حسابونو نه د واکمن بي جې پي ګوند په اړه ناسم تبلیغات خپرېدل.
په پاکستان کې د تړل شویو حسابونو په اړه ویل کېږي چې د دې هېواد سیاسي وضعیت، هند سره جګړې او د پاکستاني پوځ په اړه یې مالومات خپرول.
فېسبوک وایي، دا حسابونه د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې کار کوونکو لخوا چلول کېدل.
پاکستاني پوځ تر دې دمه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو ویل کېږي چې تړل شویو حسابونو په مجموعي توګه کابو درې ملیونه فالورز درلودل.
فېسبوک تر دې وړاندې هم په فلپین، میانمار، روسیې او ایران کې ورته ګامونه پورته کړي او یو شمېر حسابونه یې تړلي.









