ایا پر "فېسبوک لایو" محدودیتونه لګول کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
نیوزیلنډ کې پر دوو جوماتونو له برید نژدې دوې اونۍ وروسته د خواله رسنۍ فېسبوک چارواکي وايي، په ژوندۍ بڼه د ویډیويي تصویرونو یا 'فېسبوک لایو ' پر خپرولو د محدویتونو پر ډېرولو غور کوي.
د نیوزیلنډ کرایسټ چرچ پر جوماتونو برید کوونکي د فېسبوک لایو سټریمنګ له لارې په ژوندۍ بڼه د لمونځ کوونکو وژنې ویډیويي بهیر خپور کړی و.
د فېسبوک عملیاتي مشره شیرل سینډبرګ وايي، فېسبوک مني چې باید نور اقدامات وشي.
د کرایسټ چرچ جاموتونو برید ويډیو ۴۰۰۰ ځله کتل شوې وه، چې وروسته فېسبوک لرې کړه. بل لور ته نیوزیلنډ چارواکي وايي دوی د کرکې خپرولو موادو مخنیوي پر (ناکافي) قوانینو غور کوي.
د انصاف وزیر انډیو لټل وايي، اوسني قوانین د (هغو انلاین ناوړه او شراچوونکو موادو مخنیوي کې پاتې راغلي چې موږ یې انلاین وینو.)
نوموړی وايي، حکومت او د بشري حقونو کمېسیون به په دې اړه کار وکړي او د کال پای کې به وړاندیزونه چمتو کړي.
نیوزیلنډ هیرالډ ته یوه لیک کې د فېسبوک عملیاتي مشره وايي، 'فېسبوک له قربانیانو، د دوی له کورنیو، مسلمانانو ټولنې او ټول نیوزیلنډ سره ملګری دی ':
''له تاسې نه ډېرو کسانو سمه پوښتنه کړې چې د فېسبوک په څېر انلاین دریځونه څنګه د وحشتناکو ویډیويي کلیپونو خپرولو لپاره استعمال شول. موږ دا نظرونه واوریدل چې موږ باید نور اقدامات وکړو او موږ دې سره موافق یو. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
فېسبوک وايي، د کرایسټ چرچ ښار جوماتونو برید ویډیو چې لایو خپرېدوه، له ۲۰۰ لږو کسانو دغه ۱۷ دقیقې ویډیو لیدلې ده او د دې خلاف د یوه کاروونکي شکایت د ویډیو خپرېدو له پای ته رسېدو ۱۲ دقیقې وروسته مخې ته راغلی.
خواله رسنۍ په مناسب وخت د دغې ویډیو خپرېدو کې پاتې راغلې او د سخت دریځو ښي اړخو موادو له یوې خپرونکې وېبپاڼې ۱۵ سوه زره دغه ویډیو کاپي شوې ده.
مېرمن سینډبرګ پالیسۍ کې د کوم بدلون خبره نه ده کړې، خو د نوموړې په وینا خواله رسنۍ به داسې قوانین پلي کړي چې د فېسبوک لایو اړوند دي او داسې اقدامات به وکړي چې د شرخوښو د فعالیتونو مخه ونیول شي.
فېسبوک شرکت وايي له راتلونکي اونۍ وروسته به هغه ټول مواد بلا کړي چې 'د سپین پوټکو توکمپالنې، بېلتون پالنې ستاینې، ملاتړ او استازولۍ ' اړوند وي. نیوزیلنډ کې پر فېسبوک نیوکې توندې وې او لامل یې ځايي چارواکو ته له بریده وروسته د فېسبوک مسوولینو سوکه غبرګون په ګوته کېږي.










