د یوې میاشتې لپاره فېسبوک بند

د عکس سرچینه، Getty Images
په برتانیا کې د ټولنیزو شبکو تر اندازې ډېرې کارونې څخه د ځوانانو د را ګرځولو په موخه یو کمپاین پيل شوی.
په دې کمپاین کې ځوانان هڅول کېږي چې د راتلونکې سپټمبر میاشتې له پيله تر پایه، یعنې د یوې میاشتې لپاره خپل فېسبوک، انسټاګرام، ټوېټر او نورې ټولنیزې شبکې په بشپړه توګه بندې کړي.
د کمپاین موخه دا ده چې ځوانان د خپل ژوند او وخت واګې بېرته په لاس کې واخلي، او خپل وخت او انرژي په ټولنیزو شبکو کې ضایع نه کړي.
د کمپاین چلوونکي وایي، له ټولنیزو شبکو لاس اخیستل کولی شي د ځوانانو خوب، اړیکې، روغتیا او رواني حالت ته ګټه ورسوي.

د عکس سرچینه، RSPH
د برېتانیا د روغتیایي خدماتو ملي اداره "اېن اېچ اېس" هم وایي، د ټولنیزو شبکو تر اندازې ډېره کارونه د وګړو د رواني ستونزو لوی لامل دی.
څېړنې ښیي چې له ۱۸ تر ۳۴ کلونو د عمر خلکو نیمایي برخه په دې باور ده چې د یوې میاشتې لپاره د ټولنیزو شبکو نه کارول به د هغوی پر خوب او اړیکو مثبت اغېز ولري.
څېړونکي وایي، ټولینزې شبکې د وګړو په روغتیا او چارو مثبت اغېز هم کولی شي، خو په ځوانانو کې ستونزه دا ده چې تر اندازې ډېر یې کاروي.
"اېن اېچ اېس" خبرداری ورکړی چې په ځوانانو کې د ټولنیزو شبکو تر اندازې ډېره کارېدنه ورځ تر بلې په یوه ناورین بدلېږي. د یادې ادارې په وینا، سنپ چټ او انسټاګرام د ټولنیزو شبکو په ډله کې تر ټولو خطرناک دي.
د انګلستان د رواني روغتیا د ادارې مشره کلیئر مرډاک وایي، د ټولنیزو شبکو شرکتونه باید د ځوانانو پر وړاندې خپل مسولیت وپېژني، او د راتلونکي نسل په ژغورنه کې مرسته وکړي.









