فېسبوک د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته ځان وژونکي کاروونکي پیدا کوي

فېسبوک

د عکس سرچینه، Facbook

د عکس تشریح، په دغه پوست کې: "دومره خپګان او درد نور نه شم زغملای او کومه بله لار هم نه ده رامالومه. هیچا ته ګټور نه یم. لطفاً زما کورنۍ ته ووایئ چې د ټولو کارونو لپاره بخښنه غواړم".

فېسبوک د داسې مصنوعي ځیرکتیا کارول پیل کړي چې کولای شي د دغې شبکې هغه کاروونکي پیدا کړي چې د ځان وژنې له ګواښ سره مخ وي.

دغې ټولنیزې شبکې د دقیقو محاسبو له لارې هغه کلیمي او نښې پېژندلي چې د کاروونکو په پوستونو او د ملګرو په نظرونو کې له کارول کېدو سره د انسان د وضعیت څرنګوالی ښودلی شي.

د فېسبوک 'انسانانو ته د کتنې' ډلې له تایید وروسته، دغه کمپنۍ له هغو کسانو سره تماس نیسي چې د ځان ژوبلولو شونتیا یې وي او د ستونزې د آوارۍ لارې چارې ورښيي.

له ځانوژنې د مخنیوي د یوه مرستندوی بنسټ مشر وايي چې دا "ډېر مهم ګام دی ".

فیسبوک

د عکس سرچینه، Facebook

د عکس تشریح، هغه کس ته چې پر فېسبوک لایو (ژوندۍ) د ځان وژلو ګواښ وکړي، د مرستې وړاندیز او لارښوونه به ورته وشي، خو خپرول به یې نه قطع کېږي.

اوسمهال دا کار یوازې د امریکا په متحده ایالتونو کې ازمویل شوی.

دا لومړی ځل دی چې دغه شبکه د کاروونکو د پیغامونو د کتلو لپاره له مصنوعي ځیرکتیا کار اخلي.

تېره میاشت د فېسبوک بنسټ اېښودونکي مارک زوکربرګ وویل، تمه کوي چې د نورو اندېښمنوونکو محتویاتو تر څنګ وکړی شي د ترهګرو له خوا پوستونه هم د الګوریتم له لارې پیدا کړي.

همدارنګه فېسبوک پر دغې شبکې په ژوندۍ بڼه خپرېدونکو ویډیوګانو کې له ځان وژنې سره د مبارزې نوې لارې هم اعلان کړې دي.

فېسبوک

د عکس سرچینه، Facebook

د عکس تشریح، هغو کاروونکو ته چې د چا فېسبوک په ژوندۍ بڼه ویني لارښوونه کېږي چې له اندېښمن کس سره څنګه مرسته وکړي.

فېسبوک د رواني روغتیا له یو شمېر امریکايي بنسټونو سره په همغږۍ غواړي له زیانمنونکو خلکو سره د دغې شبکې د مسنجر له لارې اړیکه ونیسي.

سره له دې چې فېسبوک تر دې پخوا هم اړمنو کسانو ته د مرستې وړاندیز کړی و خو تر اوسه یې پر نورو کاروونکو تکیه کړې چې د یوه پوست په اړه راپور ورکړي.

په اوسنۍ نوې تګلاره کې به د الګوریتم له لارې د فعالیت د تکرار محاسبه کېږي.

د بېلګې په ډول د خپګان او درد په اړه پوستونه د خبرتیا په توګه کارېدلی شي. د ملګرو له خوا داسې جملې لکه "ښه یې؟ " او یا "زه دې اندېښمن کړم " نورې بېلګې دي.

فېسبوک

د عکس سرچینه، Facebook

د عکس تشریح، پر ځان وژنې شکمنو کاروونکو ته به د فېسبوک د مرستې د ډلې له خوا پیغام استول کېږي.

کله چې یو پوست په دې اوصافو وپېژندل شو د چټکې کتنې لپاره د دغې شبکې د ټولنیزو عملیاتونو ډلې ته استول کېږي.

که څه هم د اوس لپاره دغه کار یوازې په امریکا کې ازمویل شوی خو فېسبوک تمه لري چې د دوی دغه مرسته تر نورو هم ورسېږي.