د ژوندۍ خپرونې پر مهال دوه خبریالان وژل شوي

د عکس سرچینه، EPA
له هغه وروسته چې ډومنیکن جمهوریت کې په ژوندۍ بڼه د رادیويي خپرونې بهیر کې دوه خبریالان ووژل شول، درې کسان په دې تړاو نیول شوي دي.
یو خبریال هغه مهال ووژل شو، چې پر فېسبوک یې په ژوندۍ بڼه خپله رادیويي خپرونه وړاندې کوله.
په ویډیويي کلیپ کې لیدل کېږي، چې د نوموړي خپرونه ګډوډیږي او یوه ښځه چیغې وهي، ډزې دي، ډزې دي، ډزې دي.
پولیس وايي پېښه د پلازمېنې سانتو دومینګو په ختیځ سان پیدرو دي موسیروس سمیه کې د سې شنبې پر ورځ رامنځته شوې.
وژل شوي خبریالان لویس مانویل میدینا او راډیو پروډیوسر لیو مارتینز دي.

د عکس سرچینه، EPA
ځايي چارواکي وايي پېښه کې یوه ښځه ټپي شوې ده، چې جراحي عملیات یې شوي دي.
درې نیول شوي کسان تر اوسه تورن شوي نه دي او پولیس وايي د وژنو لامل روښانه نه دی. لوی څارنوال جین رودریګویز ځايي رسنیو ته ویلي:
څېړنه پیل شوې او موږ به هڅه وکړو، حقیقت ته ورسېږو. د ۲۰۱۵ کال اګست میاشت کې د امریکا ویرجینیا ایالت کې دوه امریکايي خبریالان هغه مهال ووژل شول، چې په ژوندۍ بڼه یې ټلویزیوني خپرونه وړاندې کوله.








