فېسبوک د ټوپکو پر شخصي اعلانونو بندیز لګولی

د عکس سرچینه،
له دې وروسته به اشخاص و نه شي کولای پر فېسبوک یا انسټاګرام، چې ملکیت یې له فېسبوک سره دی، د ټوپکو په اړه اعلانونه خپاره کړي.
فېسبوک د پېژندګلوۍ په اړه له معلوماتو پرته د ټوپکو پر پلور وار له مخه بندیز لګولی، خو نویو بندیزونو نه هدف دا دی، چې د اشخاصو تر منځ پر دغو پاڼو د ټوپکو په تړاو راکړه ورکړه په بشپړه توګه ودریږي.
سوداګر البته اوس هم کولای شي پر فېسبوک او انسټاګرام د ټوپکو اړوند اعلانونه خپاره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې درې اونۍ مخکې د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما د ټوپکو پېرلو لړ کې نوي شرطونه وضع کړل.
د ښاغلي اوباما له لوري وضع شویو نویو شرایطو کې د ټوپکو پلورونکو د ماضي په اړه معلومات، د ایالتونو له لوري د هغو کسانو په اړه معلومات ورکول، چې د ذهني ناروغیو او یا کورني زور زیاتي له کبله د ټوپکو رانیولو لپاره وړ نه بلل کېږي، شامل دي.
د شرایطو دغه بدلون د ټوپکو پېر او پلور هم تر هغو بندیزونو لاندې راولي، چې پر فېسبوک د غیر قانوني دارو درملو لړ کې لګیدلي دي.

د عکس سرچینه، Getty
فېسبوک د نړۍ لر او بر کې یو اعشاریه ۵۹ بیلیونه کاروونکي لري.
د ایوري ټاون فار ګن سیفټي، کمپاین شېنن واټس ایسوشیټډ خبري اژانس سره خبرو کې ویلي: فېسبوک '' له بده مرغه او داسې چې تمه یې نه کېده د خطرناکو خلکو لپاره د ټوپکو تر لاسه کولو په یوه مرکز بدل شوی و.''
دغه ډله وايي دوو قضیو کې یې داسې شواهد موندلي، چې د همدغې پاڼې له لارې ټوپک پېرل شوي او بیا د نورو وژنو لپاره کارول شوي دي.
دغه ګروپ له هغو یو و، چې له فېسبوکه یې د پالیسې بدلون غوښتنه کوله.
د نېشنل رایفلز ایسوسي ایشن ' این ار اي ' چې د ټوپکو اړوند قانون کې بدلون سره مخالفت کوي، تر اوسه یې د فېسبوک پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.
۲۰۱۴ کال کې یادې اتحادیې ویلي و، چې د شبکې له لوري د ټوپکو اعلانونو محدودولو پرېکړه د پام وړ نه ده.








