ملګري ملتونه: د اړمنو افغانانو لاسنیوي ته مرستې کمې دي

د عکس سرچینه، AFP
- Author, پاینده څرګند
- دنده, بي بي سي، لندن
په داسې وخت کې افغانان له سختېدونکي اقتصادي کړاو سره مخامخ دي، ملګرو ملتو اندېښنه څرګنده کړې، چې د اړو کسانو د لاسنیوي لپاره نړیوالې مرستې ډېرې کمې دي. د افغانستان لپاره د دې ټولنې د ځانګړي استازي مرستیال ویلي، په راتلونکو لسو ورځو کې به د افغانستان لپاره د مرستو د راټولولو رسمي غوښتنه وکړي.
دا څرګندونې پر داسې مهال شوې، چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې د توکیو بیې بېسارې ختلې، د افغانۍ ارزښت ټیټ شوی او په بهر کې د افغان دولت پولي زېرمو ته د دې ډلې لاسرسی هم بند دی.
ملګري ملتونه وایي د افغانستان کابو ۱۸ میلیونه وګړي چې د نفوس نیمايي کېږي مرستو ته اړتیا لري او په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د دوهمې روانې وچکالۍ له امله، اوسمهال د تر پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو نیمايي، د اړین خوراک له کمي سخت کړېږي.
د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی رمز الکباروف وايي، له اړمنو سره د مرستو له پاره کافي بودیجه نه لري او په لسو ورځو کې به د مرستې غوښتنه وسپاري.
''موږ لا هم ژمن یو چې اړینې مرستې افغانانو ته ورسوو. موږ د هغو خلکو پر وړاندې د مسولیت او همکارۍ احساس کوو چې مرستو ته اړتیا لري. له بده مرغه د اړتیا رفع کولو له پاره ملګرو ملتونو ته ورکړل شوې بودیجه نه بس کېږي. موږ په راتلونکو لسو ورځو کې د بیاکتنې غوښتنه کوو او خپلې اړتیاوې په ډاګه کوو. ما څو ځلې په رسنیو کې شمېرې خپرې کړي، په اړه یې غږېدلی یم. په روان کال کې د بشري ناورین له مینځه وړلو له پاره، له تېرو څو میاشتو راهیسې د ملګرو ملتونو له خوا د یو اعشاریه درې میلیارد ډالرو د غوښتنې په بدل کې، ورکړل شوې پېسې له ۴۰۰ میلیون ډالرو نه دي اوښتي. ''
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د مالیې وزارت چې بهرنیو هېوادونو سره مالي تعاملات هم ترسره کوي، رویټرز خبري آژانس ته ویلي د امریکا متحده ایالتونو تېره اونۍ داسې جوازلیک ورکړی چې دوی او شریکان یې کولی شي له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د عکس سرچینه، AFP
د دغه جوازلیک پر بنسټ چې د امریکا د مالیې وزارت له خوا تېره چهارشنبه صادر شوی، سربېره پر دې چې د امریکا له خوا پر طالبانو بندیزونه پرځای دي، د امریکا حکومت او قراردادیانو ته یې اجازه ورکړل شوې چې د درملو او خوراکي توکو په ګډون له افغانانو سره د بشري مرستو د دوام ملاتړ وکړي.
دا اجازه د ۲۰۲۲ کال د مارچ میاشت په لومړۍ ختمېږي.
اندېښنې
بل پلوه داسې اندېښنې هم شته چې پر طالبانو د امریکا د متحده ایالتونو له خوا لګېدلي بندیزونه کولی شي په افغانستان کې مخ په ډېرېدونکي بشري ناورین لا نور هم ګړندی کړي.
له افغانانو سره بشري مرستې تر ډېره له بهرنیو سرچینو ترلاسه کېږي، ځکه نو د دغو مرستو ملاتړي بنسټونه غواړي نړیوال د دې له پاره چې پر طالبانو فشار راوړي، د عامو افغانانو د کړاو ډېرېدو لامل نه شي.












