مرستندویه ادارې وايي، د افغانستان اتیا سلنه برخه له وچکالۍ سره مخامخ ده

وچکالي

د عکس سرچینه، Getty Images

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون په یوې خبرپاڼه کې ویلي، په روان میلادي کال کې د افغانستان تر ۸۰ سلنې ډېره جغرافیه له سختې، منځنۍ اوعادي ډول وچکالۍ سره مخ ده.

د دغه سازمان په خبرپاڼه کې لیکل شوي، له اقلیمي بدلون سره تړلې ناخوالې، کوویډ - ۱۹ او جګړې خلک له ډېر سخت حالت سره مخامخ کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي هره ورځ میلیونونه افغانان د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي او د افغانستان په ځینو سیمو کې اوبه مخ پر وچېدو دي.

په افغانستان کې د افغان سرې میاشتې مشرې نیلاب مبارز بي بي سي ته وویل هغه ۱۳ ولایتونه، چې پکې سخته وچکالي ده، هلته له خلکو سره د خوراکي توکو مرستې لپاره څه باندې ۱۶ میلیون ډالر مرستې اړتیا لري.

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون په خبرپاڼه کې راغلي، په افغانستان تر ۱۸ میلیون ډېر خلک، چې سږکال سختي وچکالۍ، قحطۍ، کوویډ -۱۹ او اوږدې جګړې ځپلي، انساني مرستو ته اړتیا لري او په وینا یې له دوی سره باید د مرستې لپاره په نړیواله کچه بېړني ګامونو پورته شي.

غنم

د عکس سرچینه، ETEMADONLINE

د عکس تشریح، افغان چارواکي وايي، د وچکالي له کبله به د غنمو په تولید کې هم یو اعشاریه یو میلیون مټریک ټنه کموالي راشي.

د افغانستان کرني او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي هم وايي، سږکال څه باندې ۱۵۰ ولسوالیو کې وچکالي ده، چې په وینا یې له امله به یې د غنمو په تولید کې هم یو اعشاریه یو میلیون مټریک ټنه کموالي راشي.

افغان حکومت مخکې ویلي و، سږکال له وچکالۍ ځپلو سره د مرستې لپاره یو میلیارد او درې سوه میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

هغه مهال حکومت ویلي و، هېواد به یې سږ نژدې دوه میلیون ټنه غنمو ته اړتیا ولري او په وینا یې تر درې میلیون حیواناتو به د وچکالۍ له امله د مرګ له ګواښ سره مخ وي.

سور صلیب او د سرې میاشتې نړیوال فدراسیون په افغانستان کې د سختې وچکالۍ خبرداری داسې مهال ورکوي، چې د دغه هېواد روغتیايي سیسټم او اقتصاد د کورونا نړیوالې وبا سخت ځپلي او د جګړې له امله یې هم زرګونه کسان له خپلو مېنو بېځایه شوي دي.