بشري مرستې: کمښت يې ښايي د افغان مېرمنو پر روغتيا اغېز ولري

د ویډیو تشریح، بشري مرستې: کمښت يې ښايي د افغان مېرمنو پر روغتيا اغېز ولري

د بشري حقونو څار اداره وايي، له افغانستان سره د مرستو کمېدلو روغتیايي اسانتیاوو ته د ښځو لاسرسی اغېزمن کړی دی.

دغې ادارې له نړیوالو غوښتنه کړې چې له سیاسي خبرو ورهاخوا له افغانستان سره د روغتیا په برخو کې د مرستو دوام وارزوي.

د دغې ادارې په خبره له افغانستانه د بهرنیانو په وتو د نړیوالو مرستې هم په کمېدو دي. له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتو په درشل کې د جګړې لمنه هم پراخه شوې ده.