افغانستان کې جګړه؛ زرګونه خلک د خوندیتوب په هیله کابل ته کډوال شوي

خیریه ادارو پر ښځو او ماشومانو د ناوړه اغېز خبرداری ورکړی
د عکس تشریح، خیریه ادارو پر ښځو او ماشومانو د ناوړه اغېز خبرداری ورکړی
    • Author, یو ګیتا لیمايي او اشیتا ناګیش
    • دنده, بي بي سي نیوز - کابل - لندن

له هغه وروسته چې افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی، او وسله والو طالبانو د هېواد په شمال کې نورې سیمې ولکه کړې، زرګونه خلک د خوندیتوب لپاره پلازمېنې کابل ته تښتېدلي دي.

پلازمېنې ته راغلي دغه ډېری کسان یا په تشو پرتو ودانیو کې او یا هم په لارو کوڅو کې شپې ورځې تېروي.

دغه راز ډېری بې ځایه شوي کسان د دارو، درمل، خوړو او سرپناه په ګډون د مهمو اړتیا پوره کولو لپاره لالهاند دي. خو دغه کسان وايي، یا لږ تر لږه په کابل کې د سر خوندیتوب او یا په خپلو سیمو کې د مرګ له ګواښ سره له ژوند پرته بله لاره چاره نه لري.

د کندوز یو اوسېدونکی اسدالله چې هلته یې مزدوري کوله له مېرمن او دوو لوڼو سره روانه اوونۍ ځکه کابل ته تللی، چې په وینا یې کور یې په جګړه کې وسوځېد.

نوموړي بي بي سي ته وویل:

''هلته کندوز کې مې د سړک غاړې ته خوراکي توکي پلورل... خو د طالبانو له برید وروسته کابل ته راغلو، خو اوس هېڅ نه لرو چې یا پرې خواړه واخلو او یا ماشوم ته پرې دارو، درمل رانیسو. ''

اسدالله او کورنۍ یې پر سړک شپه سبا کوي.

دی وايي:

''کور او پکې هر څه مو چې درلودل، د اور په لمبو کې وسوځېدل اوس کابل کې د خدای تعالی د مرستې په هیله ناست یو. پر کور مو توغندي او هاوانونه ولګېدل، اور یې واخیست، له یوې اوونۍ راهیسې هلته سخته جګړه وه، ټول دکانونه، نانوايي او بازارونه تړلي وو، خوراک ته مو هېڅ نه درلودل. ''

اسدالله وايي، کندوز کې یې د سړک غاړې ته خوراکي توکي پلورل
د عکس تشریح، اسدالله وايي، کندوز کې یې د سړک غاړې ته خوراکي توکي پلورل او په جګړه کې یې کور وسوځېد.
اسدالله، مېرمن او دوې لوڼې یې ( چې تصویر کې ښکاري) کابل ته له رسېدو وروسته په لارو، کوڅو کې شپې او ورځې تېروي.
د عکس تشریح، اسدالله، مېرمن او دوې لوڼې یې ( چې تصویر کې ښکاري) کابل ته له رسېدو وروسته په لارو، کوڅو کې شپې او ورځې تېروي.

یوې ښځې چې له بي بي سي سره خبرو کې یې خپل نوم یاد نه کړ وویل، له پلخمري ښاره کابل ته له مېړه او ماشومانو سره راغلې.

دا وايي، مېړه یې په جګړه کې ټپي شوی دی:

''مناسب ژوند مو درلود، د بمي چاودنې له کبله مو کور وران شو، په یوه جوړه کالیو کې راووتو، هېڅ نه دي راپاتې! ''

دې ښځې بي بي سي ته وویل، کندوز کې یې مناسب ژوند درلود، خو اوس یې هر څه له لاسه ورکړي.
د عکس تشریح، دې ښځې بي بي سي ته وویل، کندوز کې یې مناسب ژوند درلود، خو اوس یې هر څه له لاسه ورکړي.

د روان کال په پیل کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو له اعلان سره خیریه سازمانونو په افغانستان کې د بې ځایه شویو خلکو شمېر ډېرېدو خبر داری ورکړ.

بهرنیو ځواکونه چې ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته تللي وو، ډېره برخه یې اوس له دې هېواده وتلي دي او له دې سره هممهاله په افغانستان کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړې زور اخیستی.

وسله والو طالبانو تر اوسه د هېواد له ۳۴ ولایتونو لږ تر لږه د اتو ولایتونو پر مرکزونو کنټرول ترلاسه کړی او د نورو ښارونو نیولو ګواښ کوي.

په جولای میاشت کې ملګرو ملتونو سازمان وویل، د بهرنیو ځواکونو وتلو له اعلان وروسته ۲۷۰ زره نور کسان په هېواد کې دننه بې ځایه شوي دي او تېرو څو ورځو کې د دې شمېر نور زیاتوالي اټکلونه شوي.

ملګري ملتونه وايي، په دې جګړو کې تر ۱۰۰۰ ډېر ملکي کسان وژل شوي هم دي.

د کابل شاوخوا کې زرګونه بې ځایه شوي خلک تر شنه اسمان لاندې شپې ورځې تېروي.
د عکس تشریح، د کابل شاوخوا کې زرګونه بې ځایه شوي خلک تر شنه اسمان لاندې شپې ورځې تېروي.

خیریه ټولنې وايي، د بې ځایه شویو کسانو ګڼ شمېر ته په کتو سره پر ښځو او ماشومانو د دې ناوړه اغېز ته اندېښنې ډېرې شوې دي.

په افغانستان کې د کډوالو لپاره د 'ډنمارک خیریه شورا ' ټولنې ځايی مشر جارید روویل بي بي سي ته وویل:

''موږ د روغتیايي خوندیتوب اړتیاوو، د جنسیتي تاوتریخوالي، جنسي ځورونو، سپکاوي او قاچاق په هکله رپوټونه لرو، د کورنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره د پیسو بدل کې د نجونو او مېرمنو له وخته مخکې ودولو مساله بله ستونزه ده، دغه ډول ستونزې چې له ډېره وخته شته، اوس لا ناوړه بڼه غوره کوي. ''

ښاغلی روول زیاتوي:

''دغه راز خواړه، د نظافت وسایل، سرپناه او داسې نورو اړتیاوو لپاره په کابل کې بې ځایه شوي کسان پیسو ته سخته اړتیا لري. ''

نوموړی وايي، دا خلک ځکه نغدو پیسو ته اړتیا لري، چې وکولای شي له خپل لومړیتوب سره سم د اړتیا وړ توکي ومومي.

نوموړی وايي:

''دوی ځکه دا مهال نغدو پیسو ته ډېره اړتیا لري چې ناڅاپه کابل غوندې لوی ښار ته راغلي چې د خوراکي توکو بیې پکې خورا لوړې دي او د اوسني بې ثباته وضعیت له کبله ورځ تر بلې په بازارونو کې د اړتیا وړ توکو بیې لوړیږي. ''

د اسدالله هیله دا ده چې یوه ورځ له کورنۍ سره یو ځای په کندوز کې خپل عادي ژوند ته وګرځي.

دی وايي:

''غواړو بېرته کندوز ته ستانه شو او هلته خپل عادي ژوند له سره پیل کړو، هیله مو دا ده چې یوه ورځ به افغانستان کې سوله راشي، او زموږ هېواد به ازاد شي. ''