افغانستان: هره ورځ سلګونه کډوال له طالبانو تښتي او ترکیې ته اوړي

د ویډیو تشریح، افغانستان: هره ورځ سلګونه کډوال له طالبانو تښتي او ترکیې ته اوړي

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې افغانستان یوه بل لوی بشري ناورین کې د ښکېلدو په درشل کې دی. د سږ کال تر اوسه شاوخوا ۳۳۰٫۰۰۰ افغانان بې ځایه شوي، چې ډېری یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته دي. طالبانو له هغه راهیسې د افغانستان ځینې سیمې نیولې دي. هره روځ سلګونه افغانان له جګړې تښتي او د ترکیې له پولې اوړي.