د افغانستان دفاع وزارت د سرپرست پر مېلمستون برید کې'' ۸ کسان ووژل او تر ۲۰ '' ټپیان شول

له برید وروسته د دفاع وزارت مېلمستون

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، له برید وروسته د دفاع وزارت مېلمستون

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزی وايي، د دفاع وزارت سرپرست بسم الله محمدي پر مېلمستون برید کې د یوې ښځې په ګډون اته کسان وژل شوي او تر شلو ډېر ټپیان دي.

میرویس ستانکزي د چارشنبې په ورځ وویل، د دې برید ډېری قربانیان ولسي وګړي دي.

کابل کې ایمرجنسی روغتون وايي، د پېښې ۱۱ ټپیان دغو روغتون ور وړل شوي چې څلور پکې مړه شول.

میرویس ستانکزی دا هم وايي، چې د برید پر مهال له ۷۰ تر ۸۰ کلابند کسان له سیمې روغ اېستل شوي دي.

هغه زیاتوي، د پېښې ځای ته د ځانګړو پولیسو رسېدو سره دا برید پنځو ګړیو کې کنترول شو.

برید بېګا د کابل ښار په شېرپور سیمه کې وشو او څو ګړۍ روان و.

شېر پور د نوي ښار او وزیر اکبر خان مېنې تر منځ پرته سیمه ده، چې د افغانستان دفاع وزیر په ګډون یو شمېر لوړ پوړي دولتي چارواکي پکې مېشت دي او هم ځینې بهرنۍ ادارې پکې دفترونه لري.

د برید ځای سره نږدې د ولسي وګړو زیانمن شوی ګاډی

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د برید ځای سره نږدې د ولسي وګړو زیانمن شوی ګاډی

کورنیو چارو وزارت وايي، دې برید کې پنځو کسانو ګډون درلود او د هغو په وژل کېدو سره برید پای ته ورسېد.

ویل کېږي د ښاغلي محمدي پر مېلسمستون موټربم برید پسې نور څلور وسلوال دې ودانۍ ته ننوتل او ور سره نښته پیل شوه.

دې برید کې پر مېلمستون سربېره د ولسي جرګې د ځینې غړو کورونه هم زیانمن شوي دي.

طالبانو د برید مسوولیت ومانه

کابل برید

د عکس سرچینه، Getty Images

له پېښې نږدې ۱۲ ګړۍ وروسته هم د برید ځای پلټل کېږي او شاوخوا سیمه یې کلابند ده.

له برید وروسته د دفاع وزارت سرپرست بسم الله محمدي په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، چې دې ''ځانمرګي برید '' کې ده او کورنۍ ته یې زیان نه دی رسېدلی او ځینې ساتونکي یې ټپیان شوي دي.

له برید نږدې ۱۶ ګړۍ وروسته طالبان وايي، دا برید د دوی وسلوالو کړی او پکې یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ د طالبانو له دریځ ښکارېدو مخکې یوه بیان کې دا ډله د دې برید عامل بللې او زیاتوي: "طالبانو د خپلو جنایتونو په دوام د هیوادوالو د الله اکبر سپېڅلې نارې د غلي کولو لپاره پرون ماښام د کابل ښار شېرپور کې د تروریستي برید په پایله کې زموږ یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل. "

لښکر ګاه کې له خلکو غوښتل شوي چې د طالبانو تر ولکې لاندې ځایونو څخه ووځي

لښکرګاه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د دوشنبې پر ورځ د سختو نښتو پر مهال لشکرګاه کې یو تړلی بازار

بل لور ته د هلمند ولایت مرکزي ښار لشکرګاه کې له ښاریانو غوښتل شوي چې که وسله وال طالبان یې په کورونو کې پټېږي، د وسله والو پر ضد د امنیتي ځواکونو د عملیاتو له پیله مخکې دې له خپلو کورونو او شاوخوا سیمې ووځي.

په هلمند کې د طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو مشر جنرال سمیع سادات د لښکرګاه له ښاریانو غوښتي چې څومره ژر ممکن وي، له هغو سیمو ووځي چې د طالبانو کنټرول کې دي.

بل لور ته ملګري ملتونه وايي، تېره ورځ په لښکرګاه کې د جګړې بهیر کې لږ تر لږه ۴۰ ملکي کسان وژل شوي دي. رپوټونو کې ویل شوي، وسله والو طالبانو د لښکرګاه ډېرې برخې نیولې دي.

جنرال سادات د لښکرګاه اوسېدونکو ته په یوه پیغام کې ویلي، امنیتي ځواکونه ''د وسله والو طالبانو یو کس هم ژوندی نه پرېږدي '' نوموړی زیاتوي ''پوهېږم ستاسې لپاره د کورونو خوشي کول ګرانه چاره ده، زموږ لپاره هم سخته ده، د څو ورځو بې ځایه کېدو لپاره بښنه راته وکړئ. ''

جنرال سادات بي بي سي ته وویل، دا چې امنیتي ځواکونو د ځینو سیمو کنټرول له لاسه ورکړی، خو دی باوري دی چې طالبان بریدونو ته دوام نه شي ورکولای.

هلمند

د عکس سرچینه، ELISE BLANCHARD/AFP via Getty Images

د عکس تشریح، هلمند کې له وروستیو جګړو وروسته زرګونه ځايي اوسېدونکي له خپل کور کلي تښتېدلي دي.

لښکرګاه د کندهار او هرات په ګډون د افغانستان له دریو لویو ښارونو دی، چې له تېرو څو ورځو راهیسې یې په شاوخوا کې سختې نښتې روانې دی.

جنرال سادات دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې پرون وویل، لښکرګا کې جګړه د دې سبب شوې چې دوی د جګړې ټپیانو په درملنه کې له ستونزو سره مخ شي.

د دې ادارې اعلامیه کې راغلي، دغه ښار کې یې ډکټرانو په یوه ورځ بوست روغتون کې داسې لس کسان عملیات کړي چې په جګړه کې ټپي شوي وو.

دا اداره د هلمند مرکز ته د جګړې غځېدو سره دغه سیمه کې د خپلو چارو همغږې کوونکې سارا لیهي له قوله وايي:

"ډېری ګڼ مېشته سیمو کې پرلپسې ډزې، هوايي او راکټي بریدونه کېږي. پر استوګنځیو بریدونه کېږي او ډېر خلک دې بریدونو کې ټپیان شوي دي."

یوناما د طالبانو عملیات او د افغان ځواکونو هوايي بریدونه د ولسي وګړو د ډېرې مرګژوبلې لامل بولي.

یو ځايي اوسېدونکي چې د امنیتي ملحوظاتو له کبله یې نوم نه یادېږي، بي بي سي ته د وټس اپ له لارې وویل: ''پر سړکونو مړي پراته دي او موږ نه پوهېږو چې دا ملکي خلک دي او که طالبان دي. ''

یوه بل ترهېدلي سړي هم ورته خبره وکړه، چې پر سړکونو یې د وژل شویو کسانو مړي لیدلي دي.