کوټه: هزاره ټاون کې ځانمرګي برید ۵ کسان ووژل

په ټپیانو کې ماشومان او مېرمنې هم دي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، په ټپیانو کې ماشومان او مېرمنې هم دي.

د پاکستان بلوچستان ایالت مرکز کوټه کې پولیس وايي، ځانمرګي برید لږترلږه پنځه کسان وژلي او ګڼ نور ټپیان دي.

د چارواکو په وینا د برید قربانیان هغه کسان دي چې د اختر لپاره په سودا اخيستو بوخت وو.

د ښار په دې سیمه کې تر ډېره شیعه هزاره ټولنه مېشته ده، چې غړي یې په پرله پسې ډول په تېر کې د سني وسله والو ډلو لخوا په نښه شوي دي.

د سیمې پولیسو ویلي، برید ماښام مهال هزاره ټاون سیمه کې شوی دی.

د شیعه ګانو د یووالي شورا پر دغې وژنې درې ورځې ملي ویر اعلان کړی.

پولیس وايي، چاودنه د هزاره ټان علي اباد کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې خلک د لوی اختر لپاره پر سودا اخیستو بوخت وو.

په ټپیانو کې مېرمنې هم دي.

پولیس وايي، ښکاري چې د ۱۸ او ۲۰ کلونو ترمنځ یوه زلمي د خلکو په منځ کې ځان چوولی دی.

له پېښې وروسته، د کوټې په ټولو روغتونونو کې د ټپیانو د ژر منلو امر شوی.

د کوټې هزاره مېشتو سیمو کې وړاندې هم مرګوني بریدونه شوي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د کوټې هزاره مېشتو سیمو کې وړاندې هم مرګوني بریدونه شوي.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید پړه نه ده منلې.

واندې هم په هزاره ټاون سیمه کې بریدونه شوي وو، د ۲۰۱۲ په جنورۍ کې هم یوه ځانمرګي برید هلته ګڼ کسان ووژل.

د پولیسو پر موټر برید

تر دې وړاندې پر ګهیځ د کوټې مرکزي سیمه سپینۍ روډ په یوه لاسي کراچۍ کې یو ماین ځای پرځای شوی و، چې درې کسان یې ټپیان کړل.

د پښتون اباد تاڼې مشر افسر نعیم اڅکزي وویل، ظاهراً ددغه برید هدف دی و.

پولیس وايي، په کراچۍ کې اېښودل شوي چاودېدونکي توکي له لیرې کنټرول او چوول شوي.