کوټه کې څلور پرله پسې چاودنې شوي

د بلوچستان ایالت په مرکزي ښار کوټه کې تېره شپه پرله پسې څلور بمي چاودنې شوې، چې له کبله یې شپږ کسان وژل شوي او تر ۴۰ ډېر ټپیان دي.
د ځايي پولیسو په وینا له دې چاودنو څخه یو ځانمرګی برید و.
د کوټې پولیسو یوه افسر میر زبیر محمود له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل، چې په پیرمحمد روډ سیمه کې شوې چاودنه ځانمرګی برید و.
د نوموړي په خبره برید ګر غوښتل له باروتو ډک موټر هدف ته ورسوي.
د نوموړي په وینا، کله چې په سیمه کې د ملېشه ځواکونو پوسته کې د پلټنې لپاره د برید ګر ګاډی ودرول شو، نو هغه چاودنه وکړه.
هغه زیاته کړه، په چاودنه کې د امنیتي ځواکونو یو سرتېري او پنځه نور کسان ووژل شول او ټپیانو کې هم درې سرتېري شامل دي.
ویل کېږي، چې د یو شمېر ټپیانو حالت خواشینونکی دی. د چارواکو په وینا برید ګر غوښتل علمدار روډ سیمه کې هدف په نښه کړي، چې د کوټې ښار هزاره مېشته سیمه ده.
له دې مخکې په ګوالمنډي چوک، جناح ټاون او ګورودت سنګ روډ سیمو کې چاودنې وشوې.
د ګوالمنډي سیمې په چاودنه کې شپږ کسان ټپیان شوي دي.
د ګوالمنډي چوک، جناح ټاون او ګورودت سنګ روډ سیمو د چاودنو مسوولیت یونایټیډ بلوچ ارمي نومي ډلې منلی دی.
بلوچستان کې امنیتي حالت له مخکې ښه نه دی، خو پاکستان کې د ټولټاکنو لپاره د مهال وېش له اعلانه وروسته د تشدد پېښې ډېرې شوې دي.








