ملا فضل الله د نړيوالو ترهګرو لست کې شامل شو

د عکس سرچینه، bbc
امريکا د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله د نړيوالو ترهګرو په لست کې شامل او بنديزونه يې پرې ولګول.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي چې ملا فضل الله "خاص نړيوال ترهګر" دی.
امريکا به د ملا فضل الله ټولې شتمنۍ کنګل کړي او دې هېواد ته د داخلېدو اجازه به و نه لري.
د پاکستان حکومت وايي ملا فضل الله په کونړ ولايت کې دی او له هغه ځايه پر پاکستان ترهګر بريدونه جوړ وي.
د پاکستان حکومت په وينا څو ځله يې له افغانستان غوښتي چې ملا فضل ونيسي او دوی ته يې وسپاري.
۲۰۱۳ کال کې ملا فضل الله د حکيم الله مسيد له مرګ وروسته د پاکستاني طالبانو مشر وټاکل شو.
امريکا حکيم الله مسيد هم د ترهګرو په نوملړ کې داخل کړی و، چې بيا وروسته د امريکا له خوا په ډرون حمله کې ووژل شو.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري پاکستان ته له سفر وروسته دغه پرېکړه شوې ده.
د ملا فضل الله په مشرۍ پاکستانی طالبانو په پېښور کې پر ښوونځي د بريد پړه پرغاړه اخيستې وه. دغه پېښه د ډسمبر پر ۱۶ مه وشوه چې د ۱۳۲ ماشومانو په ګډون ۱۴۸ کسان پکې ووژل شول.
سوات کې د طالبانو په وخت کې ملا فضل په زياتو وژنو تورن دی او د ده په حکم پر ملاله يوسفزۍ وژونکی بريد شوی و.








