عوامي نیشنل ګوند د افغان کډوالو په تړاو کميټي جوړه کړې

د عکس سرچینه،
- Author, رحمان الله
- دنده, بي بي سي
په خيبر پښتونخوا کې له واکمن تحريک انصاف ګوند وروسته اوس عوامي نيشنل ګوند هم د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره کمیټه جوړه کړې.
د دغه ګوند د مشر اسفنديار ولي خان په امر جوړې شوې دغې کميټې دنده دا ده، چې د کډوالو د ستونزو په اړه معلومات راټول کړي او پر حکومت د دغو ستونزو د هواري لپاره فشار راوړي.
مسووليت د کډوالو د ستونزو په اړه معلومات یو ځای کول او پر حکومت ددغو ستونزو د حل لپاره فشار اچول بلل شوي.
- <link type="page"><caption> "له لوی اختر وروسته به هره ورځ په لسګونو زره کډوال راستنیږي"</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2016/09/160903_gng_press_world_revies" platform="highweb"/></link>

د عوامي نيشنل ګوند يو مشر لطيف اپريدی، پخوانې صوبايي وزير ميا افتخار حسين، افراسياب خټک او هدايات باچا د دغې کميټې غړي ټاکل شوي دي.ښاغلي افراسياب په دې اړه بي بي سي ته وويل، د کميټې جوړولو موخه پاکستان حکومت ته دافغان کډوالو اړوند پاليسیو کې اصلاحي مشورې ورکول دي.
هغه زياتوي کډوال په پاکستان کې له ډېرو ستونزو سره مخا مخ دي او دغه کمېټه به د دوی د ستونزو په اړه معلومات راټول او د حل لارې چارې به یې لټوي.
نوموړی زياتوي د کډوالو د ستونزو لپاره د بېلو کميټیو جوړيدو مقصد يو دی او هغه دا چې په خبره يې د کډوالو ستونزې حل شي.
- <link type="page"><caption> کډوال، له هغو افغانانو سره به څه کېږي چې پاکستاني ښځو او نارینه وو سره یې ودونه کړي</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/pokhtonkhwa/2016/09/160909_mns_pakistani_afghani_familiy_relation" platform="highweb"/></link>
بل لورته پلازمېنه اسلام ابادکې د ملګرو ملتونو وياندې دنيا اسلم خان بي بي سي ته وويل، د سياسي ګوندونو لخوا رامنځته شوې کميټې د کډوالو د ستونزو حل کې مثتب رول لوبولای شي.

نوموړې زياتوي، دغه کميټې د کډوالو دستونزو د حل لپاره د ملګرو ملتونو او پاکستان حکومت سره په اړيکه کې دي. دنيا اسلم خان واېي ملګري ملتونه دغو کميټو سره کومه مالي مرسته نه کوي، خو په وينا یې د دوی د کار ستاينه کوي.
هغې د کډوالو خپل هېواد ته د ستنېدو په اړه وويل، د سپتمبر په ۲۲ مه له څلور زره ډېر کډوال ستانه شوي او په راوان کال کې خپل هېواد ته د ستنېدونکو کډوالو شمېر نژدې یو نيم سل زره کسانو ته رسېږي.
پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د کډوالو د اوسېدو موده اوس د ۲۰۱۷ کال د مارچ تر مياشتې غځولې، خو کډوال له بې باورې سره سره له يو شمېر ستونزو سره لاس اوګريوان دي.
له دې مخکې پاکستان حکومت د دسمبر ۳۱ مه په دغه هېواد کې د کډوالو اوسېدو لپاره وروستۍ ورځ ټاکلې وه.








