کشمير: پاکستان او هند يو پر بل ډزې کړې دي
تر هغه دوې اوونۍ وروسته چې د پاکستان او هند تر منځ پوځي کړکېچ زیات شوی، دواړه خواوې یو بل د هغه اوربند په ماتولو تورنوي چې په تخنیکي توګه ۱۳کاله په کشمیر کې د کنټرول پر کرښه روان دی.
هند او پاکستان دواړه ادعا کوي چې ځوابي ډزې یې کړې دي، دا لا نه ده روښانه چې لومړی برید چا کړی دی.
پاکستان ادعا کوي چې هندي پوځ د بیمبر سیمې ته نژدې د سپکو وسلو او هاوان ډزې کړې دي. خو بل لور ته د هند دولتي راډیو بیا تور لګوي چې پاکستاني پوځ په جمو کې د اخنور پر سیمه بريد کړی دی.
- <link type="page"><caption> هندي کشمیر کې هره ورځ نژدې ۵۰ کسان نیول کېږي</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2016/09/160921_gng_kashmir_india_violence" platform="highweb"/></link>
- <link type="page"><caption> کشمير کې ګرځبنديز: د ماشوم جنازې ته زرګونه خلک راغونډ شوي وو</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2016/09/160921_gng_kashmir_india_violence" platform="highweb"/></link> <image id="d5e419"/>
یو شمېر نورې هندي رسنۍ بیا وایي، د پاکستاني برید له کبله یو شمېر سیمه ییز خلک له خپلو کورونو خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.
په ورته وخت کې په دواړو هېوادونو کې د خلکو احساسات هم راپارېدلي. سیاستوال هم په لویو جلسو کې پر پوله تاوتریخوالي ته اشاره کوي.
هند د تېرې پنجشنبې پر ورځ ويلي وو، له پولې هاخوا یې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې ترهګر په نښه کړي او مرګژوبله یې ور اړولې. پاکستان بیا د هند دغه ادعا په کلکه ردوي.

د عکس سرچینه، Getty
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون پر دواړو هېوادونو غږ کړی چې له زغمه کار واخلي او داسې ګام دې نه پورته کوي چې روان تاوجن حالت له کنټروله ووځي.
په هغه اعلامیه کې چې د ښاغلي بانکي مون د ویاند لخوا خپره شوې، د ملګرو ملتونو سرمنشي د هند او پاکستان ترمنځ د روان ناورین د ختمولو لپاره د منځګړتوب وړاندیز هم کړی دی.
- <link type="page"><caption> د عکسونو البوم: کشمیر کې د ګرځبندیز پرمهال ښوونځي</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/multimedia/2016/08/160823_hh-_makeshift_schools_kashmir_pg" platform="highweb"/></link>
- <link type="page"><caption> هند: د پاکستان د کشمیر خوب به کله هم رښتیا نه شي</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2016/07/160724_gn_pakistans_dream_of_kashmir" platform="highweb"/></link>
تر دې وړاندې د په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې مليحې لودي د بانکي مون سره ليدلي وو. د پاکستان د حکومتي راديوډ په وينا، بانکي د کنټرول پر کرښه د "دوو پاکستاني پوځيانو "په مړينه خواشيني ښودلې.
ميلحې لودي د ملګرو ملتونو سرمنشي ته د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د خرابېدونکي حالت په اړه معلومات ورکړي او ويلي يې دي چې د هند کړنې په سيمه او نړۍ کې د امن لپاره ګواښ پېښولی شي.

د عکس سرچینه، EPA
نوموړې له بانکي مون غوښتي چې د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د بشري حقونو د سرغړونو د مخنيوي لپاره خپل رول ولوبوي.
د روانو حالاتو له امله د پولې دواړو غاړو ته مېشت خلک خوندي ځايونو ته لېږدول شوي دي.








