د کشمیر تاوتریخوالي کې ۲۳ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، AP
د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د وتلي بېلتونپال قومندان برهان واني تر وژل کېدا وروسته مظاهرې شوې، چې په لړ کې یې هندي ځواکونه لاس په کار شوي او په رامنځ ته شوي تاوتریخوالي کې لږترلږه ۲۳ کسان وژل شوي.
د تاوتریخوالي په دې پېښو کې تر ۲۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي، چې تر ۹۰ ډېر پکې پولیس او نیمايي نور یې پوځيان دي.
هندي حکومت سیمې ته د حالاتو کابو کولو لپاره نور پوځيان استولي او هلته یې ګرځبندیز او پر موبایل او انټرنېټي خدمتونو هم بندیز لګولی دی.
د یکشنبې په ورځ، د پولیسو او لاریون کوونکو ترمنځ په ډزو کې په لومړي سر پنځه کسان ووژل شول.
تر دې وړاندې، په یوه بله مظاهره کې یو کس ټپی شو.
ویل کېږي په نښتو کې یو پولیس هم وژل شوی.
د شنبې په ورځ، د ۲۲ کلن برهان واني په جنازه کې زرګونو کسانو ګډون وکړ. نوموړی پر خواله رسنیو ډېر فعال سړی و.
ښاغلی واني د جمعې په ورځ له هندي ځواکونو سره په ډزو کې ووژل شو.

د کشمیر وېشل د پاکستان او هند ترمنځ د تاوتریخوالي یو لوی لامل ګرځېدلی دی، چې پر سر یې د دواړو ګاونډیو او اتوم لرونکو هېوادونو ترمنځ درې ځلې جګړې شوې دي.
دواړه هېوادونه ادعا کوي چې کشمیر د دوی خاوره ده. د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې یوشمېر اسلامپالې ډلې د خپلواکۍ او بېلتون لپاره جنګېږي او غواړي چې له پاکستان سره یوځای شي.
د کشمیري بېلتونپالو او په سیمه کې تر ټولو د لویې اورپکې ډلې (حزب المجاهدین) قومندان برهان واني جنازه پخپل پلرني ښار ترال کې وشوه.
د هند حکومت ویلي، د نوموړي په جنازه کې هېڅ هندي امنیتي کس یا پولیس ګډون نه درلود، ځکه که ورغلي وای ښايي تاوتریخوالی لا نور پسې خونړی شوی وای.

له ۱۹۸۹ کال راهیسې هندي بېلتونپال د ازادۍ په پلمه جنګېږي، چې په روانو جګړو او تاوتریخوالي کې زرګونه خلک وژل شوي، چې ډېری یې ولسي وګړي دي.
له هند نه د کشمیري بېلتونپالو وتلی مشریاسین ملک په زندان کې دی، خو نور بېلتونپال میر واعظ عمر فاروق، شبیر شاه او سید علي ګیلاني بیا په کورونو کې نظر بند ساتل شوي دي.










