هندوستان ټایمز: هند د پاکستان پر وړاندې کافي حوصله کړې

    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي بي سي لندن

هندوستان ټایمز:

هندوستان ټایمز ورځپاڼه د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر پر سر وروستیو نښتو ته په اشارې د کارپوهانو له قوله لیکي، که هند وغواړي د امریکا ملاتړ خپل کړي او ورته خپل هوایي بریدونه توضیح کړي، باید کومه ستونزه ونه لري.

د ورځپاڼې په لیکنه امریکا ته د دې خبرې درک آسانه دی ځکه چې دوی پخپله له یوې لسیزې راهیسې د پاکستان په خاوره کې د دوی په وینا د ترهګرو د لمنځه وړلو لپاره هوایي بریدونه کوي.

هندوستان ټایمز لیکي؛ امریکايي کارپوهانو په پټه ویلي چې هند د پاکستان پر وړاندې کافي حوصله کړې.

ډان:

د عکس سرچینه، Getty

بلخوا بیا د پاکستان چاپ ډان ورځپاڼه لیکي؛ د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون خواشیني څرګنده کړې چې د دغه سازمان پوځي څارونکې ډله کشمیر کې خپل کارونه په سمه توګه نشي ترسره کولی، ځکه چې هند ورسره مرسته نه کوي.

ډان د ښاغلي بانکي مون له قوله لیکي؛ د ملګرو ملتونو ډله یوازې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې کار کولی شي ځکه چې هند دغې ډلې ته د دوي تر ولکې لاندې سیمې کې د کارکولو اجازه نه ورکوي.

نیویارک ټایمز:

د عکس سرچینه، AFP

امریکا چاپې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه تفصیلي مطلب کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري پر ناهیلیو لیکنه کړې چې په تېره بیا د سوریې په قضیې کې ځان بریالی نه ارزوي.

ورځپاڼې له سوریايي ملکیانو سره د ښاغلي کیري د یوې ناستې له ثبت شوي غږه نقل کړی چې د ده دیپلوماسي له پوځي ځواک سره مله نه وه.

نیویارک ټایمز د ښاغلي کیرې خبرې خپرې کړي چې وايي امریکا قانوني توجیح نه لري چې د اسد پر حکومت برید وکړي، خو روسان پخپله حکومت وربللي.

جان کیري خپلو خبرو کې د سوریې پر سر دده او ولسمشر اوباما ترمنځ د اختلافونو خبرې هم کړې دي.

نیوزیلنډ هېرالډ:

د عکس سرچینه، ukrchess.org.ua

د نیوزیلنډ هېرالډ ورځپاڼې خبر ورکړی چې د شطرنج لوبې یو شمېر ښځینه اتلانو وروسته له هغه د شطرنج راتلونکو نړیوالو اتلولیو کې د نه ګډون ګواښ وکړ چې ورته وویل شول، اړې به وي حجاب پر سر کړي.

ورځپاڼه لیکي؛ وروسته له دې چې ایران د شطرنج د راتلونکو اتلولیو لپاره کوربه هېواد اعلان شو او ښځینه لوبغاړې پوه شوې چې که دغه هېواد کې سر پټ نه کړي نو وبه نیولې شي، په دوی کې ډار خپور شو.

لوبغاړو د شطرنج د لوبو تنظیموونکې اداره تورنه کړې چې د ښځو له حقونو دفاع نشي کولی.

نیوزيلنډ هېرالډ لیکي؛ د شطرنج د لوبو تنظیموونکې ادارې له ګډونوالو لوبغاړو غوښتي چې کلتوري توپیرونو ته درناوی وکړي او دغه شرایط ومني.