قطر وايي افغانستان سره دې نړیوالې بشري همکارۍ روانې وساتل شي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
قطر له افغانستان سره د بشري ډیپلوماسۍ او نړیوالې همکارۍ پر ارزښت ټینګار کړی، چې په جګړه ځپلو سیمو کې د ولسي وګړو او د اوبو د حیاتي سرچینو ساتنه وشي.
د نړیوالې همکارۍ په چارو کې د قطر د دولت وزیرې مریم بنت علي بن ناصر المسند، دغه څرګندونې د اکتوبر پر ۱۹مه د دوحې په نړیوال امنیتي فورم ۲۰۲۶ کې د "له بشري ډیپلوماسۍ د اوبو امنیت ته د پُل جوړول" تر سرلیک لاندې یوې ناستې پر مهال وکړې.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپرې شوې ویناپاڼه کې راغلي: المسند وویل چې قطر په جګړه ځپلو سیمو کې د بشري مرستو د رسولو، ډیپلوماټیکو اړیکو، منځګړیتوب، د بیا رغونې د ملاتړ او بې ځایه شویو ملکي وګړو سره د مرستو له لارې بشري غبرګونونو کې ونډه اخلي.
هغې افغانستان، غزه، سودان، لبنان، سومالیا او سوریه هغه ځایونه یاد کړل چې دغه ډول هڅې په کې ځانګړی ارزښت لري.
په دې غونډه کې د وسله والو شخړو پر مهال د اوبو د سرچینو او حیاتي زېربناوو د ساتنې پر موضوع پراخ بحثونه وشول.
المسند وویل چې د اوبو د مالګې ایستلو فابریکو، د اوبو د چاڼ کارځایونه او د وېش شبکو ته زیان رسېدل کولی شي د څښاک پاکو اوبو او روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی محدود کړي، چې دا به د عامې روغتیا، انساني کرامت او د ټولنو د مقاومت پر وړتیا اوږدمهاله منفي اغېزې ولري.

د عکس سرچینه، AFP
هغې ټینګار وکړ چې د اوبو د زېربناوو ساتنه د نړیوال بشردوستانه قانون د مراعاتولو ترڅنګ د بشري حقونو او چاپېریالي قوانینو په پام کې نیولو ته هم اړتیا لري.
دغه قطرۍ وزیرې د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې افغانستان ته د بشري مرستو له یوې محمولې سره سفر کړی و او هغه مهال یې هم له نړیوالې ټولنې غوښتي وو چې د افغانستان د بشري ناورین کابو کولو کې دې لاس واړوي.



















