م. م یمن کې د سختې لوږې خبرداری ورکړی

د عکس سرچینه، EPA
د ملګرو ملتونو کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې یمن به د جګړې له کبله د روان ۲۰۱۷ کال په اوږدو کې له سختې لوږې سره مخامخ شي.
په ملګرو ملتونو کې د بشري مرستو مشر سټیفن اوبرای امنیت شورا ته ویلي "په روان کال کې یمن کې د لوږې امکان په ډېرېدو دی، ۱۰ میلیون یمنیان د ځان ژوندي ساتلو لپاره د خوراکي توکو مرستو ته اړ دي. "
اوبراین وايي، ۲٫۲ میلیون یمني ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي، چې د ۲۰۱۵ کال په پرتله هلته د لوږې کچه ۵۳ سلنه ډېره شوې ده.
دی زیاتوي: "په ټوله کې، د ماشومانو کړاو ورځ تر بلې په ډېرېدا دی، په هرو لسو دقیقو کې تر لسو کلونو د ټیټ عمر یو داسې ماشوم مري چې ژغورل یې ممکن دي. "
نوموړی دا هم وايي چې "نژدې ۱۴ میلیون کسان - یعنې د یمن د نفوس ۸۰ سلنه بېړنیو مرستو ته اړ دي، نژدې نیمايي یې د خوړو تامینولو توان نه لري. "
ملګرو ملتونو په هېواد کې د اوربند غوښتنه کړې ده. دا هېواد له تېرو دوو کلونو راهیسې د جګړې له کبله پاشلی دی. ملګري ملتونه وايي، یمن ته باید د بشري مرستو داخلېدو اجازه ورکړله شي.
یمن کې د ۲۰۱۵ کال له مارچ میاشتې راهیسې د نړیوالو له خوا د پېژندل شوي حکومت او حوثي یاغیانو ترمنځ جګړه روانه ده.

د عکس سرچینه، UNHCR/M HAMOUD
جګړه هغه مهال سخته شوه، چې حوثي یاغیانو پلازمېنه صنعاء او ځینې نور ښارونه ونیول.
د سعودي په مشرۍ ټلواله د حوثیانو او پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح د پلویانو پرضد پوځي عملیات کوي.
دغه ټلواله هوډ لري چې په نړیواله کچه پېژندل شوی ولسمشر عبد ربه منصور هادي بېرته د واک پر ګدۍ کښېني، خو حوثیان وايي ټلواله د یمن زېربناوو ړنګولو هوډ لري او ټینګار یې دا دی چې هادي نور قانوني ولسمشر نه دی.
اوبراین دا هم ویلي، چې په څو میاشتو کې یمن کې د غنمو زېرمې په تشېدو دي، ځکه چې بهرني بانګونه نور د یمن له بانکونو سره مالي معاملو ته زړه نه ښه کوي.
یمن تر ډېره پر بهرنیو وارداتو تکیه کوي، چې مرستې او واردات تر ډېره د الحدیده بندر له لارې هېواد ته راځي. دا بندر په ۲۰۱۵ کال بمباري شو.
د ملګرو ملتونو د دغه چارواکي په وینا، نژدې ۱۰ زره ولسي وګړي په روانه جګړه کې وژل شوي.
بل خوا، یمن ته د ملګرو ملتونو استازي اسماعیل ولد الشیخ احمد وايي، ولسمشر عبد ربه منصور هادي باید د سولې وړاندیزونه ومني.

د عکس سرچینه، ABDEL MONEM HALAWA
نوموړي امنیت شورا ته وویل: "لاهم ولسمشر هادي د سولې پر وړاندیزونو نیوکه کوي، خو بحث ته وخت نه ورکوي، چې دا کار د سولې او جوړجاړي لاره کې خنډ او ځنډ رامنځ ته کوي. "
ولد الشیخ احمد د سولې لپاره د لارې نقشه وړاندې کړې چې د ملي یووالي نوی حکومت باید جوړ شي، له پلازمېنې او نورو ښارونو باید حوثیان ووځي.
په وړاندیز کې دا هم راغلي چې د ولسمشر هادي واکونه باید کم شي او نوي مرستیال ولسمشر ته د لنډمهالي حکومت جوړولو واک ورکړل شي، چې په دې سره انتقالي پړاو او ټاکنو ته لاره هواره شي.










