د سعودي په مشري د ایتلاف برید یمن کې لسګونه بندیان وژلي

د عکس سرچینه، AFP
د یمن امنیتي چارواکي وايي، د شنبې په ماښام، د سعودي په مشرۍ د ایتلاف بمبارۍ د یمن لوېدیځ الحدیده ولایت کې پر یوه زندان بمبارۍ لسګونه بندیان وژلي دي.
ځینو مرستندویو طبي سرچینو ویلي، برید د حوثي یاغیانو پرضد شوی، خو ''د هېواد لوېدیځ الحدیده ښار امنیتي (زیدیه) ادارې یو زندان په نښه شوی''.
سرچینې وايي په برید کې تر ۳۰ ډېر بندیان وژل شوي، خو د حوثیانو اړوندو خبري رسنیو ویلي، د برید د قربانیانو شمېر ۴۳ ته رسېدلی، خو ایتلاف د برید په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
له ۲۰۱۴ کال راهیسې حوثیان پر الحدیده او پلازمېنه صنعاء ښارونو واکمن دي.
د سعودي په مشرۍ پر ایتلاف ګڼې نیوکې کېږي چې په بریدونو کې ولسي وګړي په نښه کوي.

د عکس سرچینه، AP
د روانې اکتوبر په لومړیو کې دغه ایتلاف صنعاء کې د جنازې پر مراسمو برید وکړ، لږترلږه ۱۴۰ کسان یې ووژل، چې ډېری یې ولسي وګړي وو.
ایتلاف د برید پړه دوی ته پر ورکړل شویو 'ناسمو معلوماتو' واچوله.
دا برید څو ساعته وروسته تر هغه شوی، چې د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ولد الشیخ احمد له خوا د سولې وړاندې شوې غوښتنه رد کړه.
هادي وویل، دا غوښتنه یې ځکه رد کړه چې ګني له ''پاڅونوالو سره خواخوږي'' پکې شوې ده - د نوموړي څرګنده اشاره حوثیانو او د مخکیني ولسمشر علي عبدالله صالح پلویانو ته وه.
په دې غوښتنه کې حوثیانو ته د حکومت د یوې برخې ورکولو وړاندیز شوی و.

د عکس سرچینه، EPA








