د سعودي په مشرۍ ایتلاف یمن کې ۴۸ ساعته اوربند اعلان کړی

د عکس سرچینه، Reuters
د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ایتلاف په یمن کې د ۴۸ ساعته اوربند پیلولو اعلان کړی، چې په څو ساعتونو کې به یې عملي کول پیل شي.
دغه ایتلاف په یوه خبرپاڼه کې - چې د عسودي رسنیو خپره کړې ده، ویلي که حوثي یاغیان او د دوی ملګري اوربند ته ژمن پاتې شول، دا اوربند غځېدلای هم شي، چې په لړ کې یې د تعز په څېر د کلابندو ښارونو ولسي وګړو ته د بشري مرستو رسولو اجازه ورکړله شي.
سعودي عربستان په نړیواله کچه د یمن د پېژندل شوي ولسمشر عبد ربه منصور هادي په ملاتړ د ایتلاف مشري کوي. دا ایتلاف د شیعه حوثیانو او د هغوی د ملګرو او مخکیني ولسمشر علي عبدالله صالح پروړاندې جنګېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څو ورځې وړاندې ویلي وو، د یمن د جګړې دواړې غاړې په اوربند سلا شوې دي، خو د هادي حکومت هغه مهال ویلي وو "په دې هوکړې خبر نه دی".
جان کېري ویلي وو، "د یمن حکومت دغې هوکړې ته اصلاً اهمیت نه ورکوي."
په پام کې ده چې دا اوربند په ځايي وخت ماسپښین ۱۲ بجې پیل شي.
په ویناپاڼه کې راغلي "که د اوربند پرمهال د حوثي ملېشو او د دوی د ملاتړو ځواکونو له خوا په کومه سیمه کې پوځي خوځښتونه ولیدل شي، نو د ایتلاف له خوا به په نښه کړای شي."

د عکس سرچینه، .
وړاندې یمن کې د اوربند له هوکړو سرغړونې شوې دي.
یمن کې له شاوخوا ۱۸ میاشتو راهیسې جګړه روانه ده، چې له کبله یې لږترلږه ۷ زره کسان وژل شوي، چې ډېری یې ولسي وګړي دي او نژدې ۳ میلیونه نور له خپلو مېنو وتلو ته اړایستل شوي.
رپوټونه وايي، د یمن ۸۰ سلنه وګړي بشري مرستو ته اړ دي او نژدې یو میلیون یمني ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي.








