امریکا ایران ته خبرداری ورکړی او بصره کې یې خپله کونسلګري تړلې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عراق بصره کې د خپلې کونسلګرۍ د تړلو امر کړی. دا ګام یې د بصرې وروستیو نارامیو کې د کونسلګرۍ پر ودانۍ تر برید وروسته اخیستی او امریکا ددې بریدونو ترشا د ایران لاس بولي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د جمعې په ورځ (سپټمبر ۲۸مه) ددې پرېکړې د تاییدولو سربېره وویل، بصره کې د امریکا ټولو هغو مامورینو ته چې هلته یې حضور اړین نه وو، له ښاره د وتلو امر شوی او له بصرې نه پلازمېنې بغداد ته کونسلي چارې لېږدول شوې دي.
ښاغلي پومپیو د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د غونډې په څنډو کې وویل: "په عراق کې زموږ د کارکوونکو او زموږ د بنسټونو پروړاندې د ګواښونو په ډېرېدو سره، ما د خپلو ډیپلوماتیکو کارکوونکو د لنډمهالې لېږدونې امر کړی."
نوموړي وویل، په لومړیتوبونو کې یې اول هڅه په منځني ختیځ کې د ایران د نفوذ مخنیوی دی، چې په وینا یې بصره کې د امریکا پر کونسلګرۍ برید د هغو وسله والو له خوا شوی، چې د ایران "قدس ځواکونو" له ملاتړه برخمن دي.
په دې ښار کې د وروستیو نارامیو له کبله بصره کې د امریکا پر کونسلګرۍ څو ځلې راکټي بریدونه شوي، چې د ښاغلي پومپیو په وینا، دا "نا مستقیم برید" ګڼل کېږي:
"ما د ایران حکومت ته خبرداری ورکړی چې پوه شي امریکا په عراق کې خپلو دیپلوماتانو او ټولو ځایونو ته د زیان اوښتو مسؤول هغه ایراني ځواکونه بولي، چې مستقیماً یا په نامستقیمه توګه د دوی له ملاتړه برخمن دي."
نوموړي زیاته کړه: "ما ایران ته په ډاګه کړې ده چې امریکا به دا ډول بریدونو ته سم لاسي او په مناسب ډول ځواب ووايي."

د عکس سرچینه، Reuters
امریکا وايي، بصره کې یې پر کونسلګرۍ دوه راکټه لګېدلي چې ودانۍ یې زیانمنه کړې، خو ځاني تلفات یې نه لرل.
ایران تر اوسه د امریکا دې څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو د بصرې وروستیو نارامیو کې د ایران کونسلګرۍ ته هم اور اچول شوی و.
د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیا وروسته تر هغه ډېره شوه، چې ټرمپ په تېره مې میاشت کې له ایران سره له اتومې هوکړې د وتلو اعلان وکړ او تېره میاشت کې پر ایران د نورو بندیزونو لګولو امر وکړ.
بصره کې له تېرې جولای میاشتې راهیسې نارامۍ او خونړي بریدونه روان دي چې د ایران د کونسلګرۍ په ګډون ګڼ ډیپلوماتیک ځایونه په کې په نښه شوي دي.

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES
په تېلو بډایه دې ښار کې څو اونۍ د بیو د لوړوالي، بې کارۍ او فساد ډېرېدو پرضد لاریونونه روان وو.
د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي په ښار کې د پوځي عملیاتو مشر د لاریونونو د دوام له کبله له دندې ګوښه کړ.

د عکس سرچینه، HAIDAR MOHAMMED ALI









