"د ټرمپ سیاست له ایران سره جګړه پېښولی شي"

د امریکا د حکومت یوه ډله پخواني چارواکي د یوه بیان خپرولو سره خبرداری ور کوي چې د ایران په تړاو د اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ تګلار له دغه هېواد سره جګړه پېښولی شي.
دا ډله چې- له اټومي وسلو د ایران د مخنیوي ملي ایتلاف - نومېږي پر ایران د سپینې ماڼۍ سیاسي، اقتصادي او ډيپلوماټیک فشار نیمګړی بولي او وايي، چې له تهران سره باید جدي تعامل وشي.
دا کسان چې تر ډېره د ډونلډ ټرمپ د حکومت نیوکګر(منتقدان) او له ایران سره د اټومي تړون ملاتړي دي په خپل بیان کې زیاتوي:
"له ډيپلوماټیک غوراوي پرته یو لوریز بندیزونه او فشار له ایران سره خطرناکه سیمه ییزه ورانوونکې او دوامداره جګړه پېښولی شي".
د بېل کلنټن د وخت د بهرنیو چارو وزیرې مېډلین البرایټ، د کانګرېس پخواني غړي لي همېلټن او د امریکا د ملي امنیت پخواني مشر جېمز کلاپر هم دغه لیک لاسلیک کړی دی.
تهران کې د امریکا د سفارت پخواني کارمن جان لېمبرټ- چې پر ۱۳۵۸ کال یرغمل شوی هم و- او د جیمي کارټر حکومت کې د سپینې ماڼۍ یوه نامتو چارواکي ګري سېک هم دا بیان لاسلیک کړی دی.
لاسلیکوونکي د امریکا د حکومت دا تور تاییدوي چې ایران د ترهګرۍ ملاتړ کوي او د خپلو ملاتړو وسلوالو ډلو سره د سیمې ټیکاو ګواښي.
خو دوی وايي، واشنګټن څو اړخیز چوکاټ کې او د فشار او ډيپلوماسي کارولو سره ایران پېزوانولی یا مهارولی شي.
تسلیمېدل یا جګړې ته تیارېدل

د عکس سرچینه، AFP
د دوی په خبره، د تهران په تړاو د واشنګټن اوسنۍ تګلار د ډيپلوماسۍ لپاره ډېر څه نه لري او غوراوی یې یوازې د تهران تسلیمېدل یا جګړې ته تیارېدل دی.
دوی د ډونلډ ټرمپ له حکومت غواړي چې له ایران سره اټومي تړون ته وګرځي او په دې سره سیمه کې د ایران له ټولو نااټومي چارو سره چلن وکړي.
دا لیک په داسې مهال دی چې د ایران ولسمشر د ملګرو ملتونو کلنۍ ناسته کې د ګډون لپاره نیویارک ته رسېدلی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، ډونلډ ټرمپ په نیویارک کې له ایراني چارواکو سره لیدنې ته چمتو دی.
هغه له فاکس نیوز سره مرکه دا هم وویل، چې د ده په وینا د ایران ریښتونی مشر ایت الله خامنه يي دی او ښاغلی ټرمپ له هغه سره هم لیدنې ته چمتو دی.
خو د ایران له مذهبي مشر ایت الله خامنه يي نیولې تر ولسمشر حسن روحاني او بهرنیو چارو وزیر پورې ایراني چارواکو تېره اونۍ وویل، چې اوسنیو شرایطو کې له امریکا سره خبرې نه کوي.
د اهواز برید غندل

د عکس سرچینه، EPA
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ایران په اهواز کې مرګوني بریدونه وغندل.
نوموړي له دغه برید وروسته د ایرانیو چارواکو دریځ ته هم اشاره وکړه چې د امریکا ملاتړ لرونکي څو عرب هېوادونه یې د دغه برید مسوول بللي دي.
"ایراني چارواکي دا لویه تېروتنه کوي چې په کور د ننه تر امینتي پېښو وروسته نور ملامتوي".
د ایران د بهرنیو چارو زیر ویلي و چې د سیمه ییزې ترهګرۍ ملاتړي او امریکايي استادان یې باید د دې برید ځواب ووايي.
خو ښاغلی پمپیو وايي، د بې ګنا خلک وژل دردوونکي دي:
"مګر ښاغلی ظریف باید د نورې نړۍ د ناامنولو پر ځای د خپل هېواد د خلکو پر امنیت ټینګولو پام ټول کړي".
خپل مخ ته هیندار کې کتل

د عکس سرچینه، Reuters
له بلې خوا ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نېکي هیلي هم د خپل هېواد پرضد د ایران تور ردوي.
هغه د حسن روحاني وروستیو خبرو ته په اشاره وايي:
هغوی هر څومره چې وغواړي موږ ملامتولی شي، خو اصلي کار دا دی چې په هینداره کې خپل ځان وګوري.
د نوموړې په خبره، ایراني چارواکي دې خپله خاوره کې د ناامنۍ اصلي لاملونو ته فکر وکړي.
زما په اند، ایراني عوام د حکومت له چارو تنګ شوي دي.








