ټرمپ او ماکرون د ایران او حزب الله پروړاندې د مبارزې 'هوکړه' کړې

د عکس سرچینه، AFP
سپینې ماڼۍ ویلي، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د فرانسې له ولسمشر امانوېل ماکرون سره تیلېفوني خبرو کې په منځني ختیځ کې د ایران او د لبنان حزب الله ډلې د بې ثباته کوونکو فعالیتونو پروړاندې د مبارزې په اړه هوکړه کړې ده.
د سپینې ماڼۍ ویناپاڼه کې ویل شوي، ټرمپ او ماکرون د شنبې په ورځ (نومبر ۱۸مه) د سوریې او لبنان د وضعیت په اړه هم خبرې کړې. په دې خبرپاڼه کې راغلي چې: "دواړو ولسمشرانو په سیمه کې د ایران او د لبنان حزب الله ډلې د بې ثباته کوونکو فعالیتونو پروړاندې د همکارۍ پر اړتیا موافقه وکړه".
امریکا او فرانسه وروسته تر هغه د ایران او د لبنان حزب الله ډلې پروړاندې د مبارزې لاسونه سره یو کوي، چې د لبنان لومړي وزیر سعد الحریري دوه اونۍ وړاندې سعودي عربستان کې خپله استعفا اعلان کړه، بیا تېره ورځ (شنبې) له سعودي عربستان نه فرانسې ته ولاړ او له فرانسوي مشر امانوېل ماکرون سره یې ولیدل.
په ورته وخت کې، د مصر قاهره کې د عرب ټولنې د بهرنیو چارو وزیران په سیمه کې د ایران او د لبنان د حزب الله ډلې د نفوذ او لاسوهنې د مخنیوي پر لارو چارو خبرې کوي.
سعد حریري وروسته وویل، د لبنان د ازادۍ ورځې جشن کې د ګډون لپاره - چې راتلونکې چارشنبې دی، بیروت ته ځي.

د عکس سرچینه، Reuters
ښاغلي حریري د روانې نومبر میاشتې پر څلورمه د سعودي عربستان پلازمېنه ریاض کې د ایران پر حکومت او د لبنان پر حزب الله ډلې د نیوکې ترڅنګ خپله استعفا اعلان کړه.
د لبنان ولسمشر میشل عون چې د حزب الله ډلې له ملاتړو ګڼل کېږي، د ښاغلي حریري استعفا تر اوسه نه ده منلې.
میشل عون پر سعودي چارواکو تور پورې کړی، چې ښاغلی حریري یې برمته کړی و او د فشار له کبله یې استعفا ته اړایستلی، خو سعودي عربستان د ښاغلي عون دا څرګندونې بې معنا بولي.
ښاغلي حریري پر ټویټر لیکلي: "له ولسمشر امانوېل ماکرون نه د ملاتړ مننه کوم. له ما سره یې خپل سوچه صداقت وښود، چې هېڅکله به یې هېر نه کړم. یوځل بیا فرانسې په نړۍ او سیمه کې خپل مهم رول لوبول وښودل.
د رپوټونو له مخې د ښاغلي حریري مېرمن او د هغه جګپوړې سلاکاره هم له سعودي عربستان نه فرانسې ته تللې ده، خو ویل کېږي د دوی دوه بچیان لاهم سعودي عربستان کې د ښوونځي د ازمونو له کبله پاتې شوي دي.
سعد حریري د سعودي او لبنان تابعیتونه لري.
د لبنان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، ښاغلی حریري به د چارشنبې په ورځ د ازادۍ ورځې د جشن لمانځلو لپاره خپل هېواد ته ستون شي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د شنبې په ورځ پاریس ته د ښاغلي حریري او د هغه د مېرمنې د رسېدو ځینې انځورونه خپاره شول. نوموړی له عربستان نه پخپله شخصي الوتکه کې پاریس ته تللی دی.
سعودي عربستان وايي، پر حریري یې محدودیتونه نه دي لګولي او د لبنان لومړي وزیر هم دا ډول ادعاوې رد کړې دي.
اټکل دی چې ښاغلی حریري به لبنان ته له ستنېدا وړاندې ځینو عربي هېوادونو ته هم ولاړ شي.










