سعد حریري الیزه ماڼۍ کې له امانویل ماکرون سره ولیدل

د عکس سرچینه، Reuters
د لبنان لومړي وزیر سعد حریري د پاریس الیزه ماڼۍ کې د فرانسې له ولسمشر امانویل ماکرون سره وکتل. ښاغلی حریري له سعودي عربستان نه په یوه شخصي الوتکه کې پاریس ته تللی دی.
د لبنان ځینې رسنۍ وايي، د حریري دوه بچیان لاهم سعودي عربستان کې دي.
د حريري د کورنۍ اړوند ''المستقبل'' تلوېزیون ویلي، نوموړی له سعودي عربستان نه فرانسې ته په یوه الوتکه کې تللی دی.
په تېرو څو ورځو کې ښاغلي حریري دده په استعفا کې د سعودي عربستان د رول په اړه خبرې رد کړې وې. په پام کې ده نوموړی د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره وګوري.
الحریري پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي: "ګډې پرېکړې ته د رسېدو لپاره ویلی شم هغه خبرې چې ویل کېدل زه سعودي کې بند یم او له هېواده د وتلو اجازه نه راکول کېږي، دروغ دي. زه هوايي ډګر ته پر لار یم".
سعد الحریري د روانې نومبر میاشتې پر څلورمه په ناڅاپي ډول ریاض ته د سفر پرمهال خپله استعفا اعلان کړه، خو تر اوسه یې استعفا نه ده منل شوې.
په دې لړ کې، ریاض د جرمني برلین کې خپل استازی ورغوښتي دی.
لبناني المستقبل تلوېزیون ویلي، حریري د ریاض له هوايي ډګره پخپله شخصي الوتکه کې له خپلې مېرمنې سره د پاریس لوبورجیه هوايي ډګر ته الوتی دی.

د عکس سرچینه، Reuters
اټکل دی چې ښاغلی حریري به بیروت ته له ستنېدو وړاندې د عربي نړۍ چکر هم ووهي.
د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون د چارشنبې په ورځ له الحریري او د هغه له کورنۍ نه پاریس ته د ورتګ غوښتنه کړې وه. نوموړي دا څرګندونې د سعودي له شهزاده ولیعهد محمد بن سلمان سره تر تیلېفوني خبرو وروسته کړې وې.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
وړاندې، ماکرون اړ شوی و وضاحت ورکړي چې دا بلنه د سیاسي پناه د وړاندیز په معنا نه ده، بلکې راتلونکې څو ورځې به پاریس د حریري کوربه وي.
فرانسه، چې د لبنان پخوانی استعماروونکی و، د لبنان د ستونزې هواري لپاره د منځګړیتوب هڅه کوي.
د سعد حریري پلار او د لبنان پخوانی لومړی وزیر رفیق الحریري په ۲۰۰۵ کال بیروت کې یوې چاودنې وواژه.
د نوموړي وژلو کې لاهای کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ محکمه کې د لبنان حزب الله ډلې، چې د ایران ملاتړ ورسره دی، ځینې غړي محاکمه کېږي، خو حزب الله وايي د رفیق الحریري په وژنه کې یې لاس نه درلود.
رفیق حریري او ۲۱ نور کسان په ۲۰۰۵ په یوه لویه موټر بم چاودنه کې ووژل شول.

د عکس سرچینه، AFP
په ۲۰۱۴ کال، هاګ محکمه کې د مصطفی بدرالدین، سلیم عیاش، حسین عنسي او اسعد صبرا محاکمه د هغوی په غیاب کې ترسره شوه.
سعد الحریري چې د لبنان او سعودي دواړو تابعیتونه لري، له سعودي عربستان سره ډېر نژدې اړیکي هم لري او په دغه هېواد کې ځینې ملکیتونه هم لري.









