عرب ټولنه د "ایران لاسوهنې مخنیوي" په اړه غونډه کوي

د عربي هېوادونو ټولنه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دا ناسته د مصر پلازمېنې قاهرې د عربي ټولنې په مرکز کې ترسره کېږي.

د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د سعودي عربستان په غوښتنه د یکشنبې په ورځ منځني ختیځ کې د ایران د نفوذ او لاسوهنې د مخنیوي پر لارو چارو په یوه بېړنۍ ناسته کې بحث کوي.

د ناستې له جوړېدا یو ساعت وړاندې، د لبنان د بهرنیو چارو وزارت په یوه راپور کې راغلي وو، چې ښايي په دې ناسته کې ګډون ونه کړي.

دا ناسته د مصر پلازمېنې قاهرې د عربي ټولنې په مرکز کې ترسره کېږي.

د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس ویلي، یاده غونډه "په عربي هېوادونو کې د ایران د مداخلې د مخنیوي پر لارو چارو غور کوي او دا چې پر وړاندې یې باید څه ډول ګام واخیستل شي".

سرچینه وايي، اماراتو، بحرین او کویت د ناستې جوړېدو هرکلی کړی.

بل خوا، رویټرز خبري اژانس د یوه جګپوړي لبناني چارواکي له خولې ویلي، ښايي د هېواد د بهرنیو چارو وزیر جبران باسیل په دې ناسته کې ګډون ونه کړي.

دغه چارواکي د نوم نه ډاګیزه کولو په شرط ویلي، باسیل نه غواړي له سعودي سره یې احتمالي ترینګلتیا رامنځ ته شي، ځکه وېره شته چې په لبنان کې د ایران په ملاتړ حزب الله دوی ته ګواښ پېښولی شي.

په وروستیو کې، د سیمې په کچه د سعودي عربستان او ایران ترمنځ اړیکي ډېر ترینګلي شوي، خو لبنان ځان ترې څه - ناڅه لیرې ساتلی دی.

د لبنان لومړي وزیر سعد الحریري د روانې نومبر میاشتې پر څلورمه نېټه ناڅاپه خپله استعفا اعلان کړه.

دا استعفا له لبنان څخه نه، بلکې له سعودي عربستان اعلان شوه، چې دغه هېواد د حریري سیاسي ملاتړی هم دی.

حریري د سعودي او لبنان تابعیتونه لري.

حریري او ماکرون

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، حریري د تېرې یکشنبې په ورځ، له سعودي عربستان نه په یوه شخصي الوتکه کې فرانسې ته ولاړ او هلته یې له فرانسوي ولسمشر ایمانویل ماکرون سره ولیدل.

ګڼ لبنانیان په دې انددي چې ښايي د ریاض له خوا حریري استعفا اعلانولو ته اړایستل شوی وي.

خو سعودي دا ردوي چې ګني حریري یې د ایران د نفوذ مخنیوي په پلمه او تېر کال د حریري له خوا د ملي یووالي حکومت جوړېدو پرمهال د حزب الله ډلې د نفوذ د مخنیوي په موخه استعفا ته مجبور کړی.

حریري د تېرې یکشنبې په ورځ، له سعودي عربستان نه په یوه شخصي الوتکه کې فرانسې ته ولاړ او هلته یې له فرانسوي ولسمشر ایمانویل ماکرون سره ولیدل.

له لیدنې وروسته حریري وویل، څو ورځې وروسته به بیروت ته ستون شي او هغه وخت به د خپلې استعفا په اړه توضیحات ورکړي.

له سیاسي ډګره د لبنان د لومړي وزیر لیرې کېدو ته د سُنيانو د لوی ملاتړي سعودي او د شیعه ګانو د ملاتړي ایران ترمنځ د سیمه ییزې شخړې په سترګه کتل کېږي.

سعودي پر ایران تور پورې کوي چې په سیمه کې ګډوډي جوړوي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، سعودي پر ایران تور پورې کوي چې په سیمه کې ګډوډي جوړوي