سعودي عربستان له خپلو اتباعو غوښتي چې سملاسي لبنان پرېږدي

لبنان

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د سعد الحریري پلویان سعودي ته نژدې بلل کېږي

سعودي عربستان خپلو هغو خلکو ته چې لبنان کې اوسي، ویلي چې سملاسي له دغه هېواده ووځي. سعودیانو ته دغه راز ویل شوي، چې لبنان ته سفر و نه کړي.

د دواړو هېوادونو تر منځ له هغه وروسته تاوتریخوالی ډېر شو، چې د لبنان سعودي پلوي لومړي وزیر سعد الحریري د شنبې پر ورځ استعفا وکړه. نوموړي ویلي و ژوند یې له خطر سره مخامخ دی.

مخکې سعودي چارواکو د لبنان پر ایران پلوه ملېشه حزب الله تور پورې کړی چې له یمنه یې پر سعودي خاوره د توغندي ګوزار کړی دی.

ډېری لبنانیان داسې اندېښنه کوي، چې ګواکې هېواد یې د سني سعودي عربستان او شیعه ایران تر منځ د سیمه ییزې سیالۍ پر ډګر بدلېدونکی دی. لبنان کې ګڼ شمېر سیاسي کړیو له سعد الحریري غوښتنه کړې، چې بېرته دنده سمبال کړي. دوی په دې اند دي، چې پر نوموړي سعوديانو د استعفا لپاره فشار اچولی و.

نوموړي له هغه وروسته خپله څه نه دي ویلي، خو دفتر مسوولینو یې ویلي، چې ریاض کې یې له یو شمېر بهرنیو دیپلوماتانو سره لیدنې کړې. بل لور ته د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون چې دا مهال منځني ختیځ ته په سفر تللی په ناڅاپي ډول ویلي، چې د پنجشنبې په ماښام به سعودي عربستان ته ورسېږي.

نوموړي ویلي له سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سره به د یمن او لبنان په اړه وغږیږي. ښاغلي ماکرون دا هم ویلي، چې له سعد الحریري سره په غیر رسمي توګه اړیکه کې دی.

د سعودي عربستان دولتي رسنیو د بهرنیو چارو وزارت اعلان په حواله لیکلي:

''په لبنان جمهوریت کې حالاتو ته په کتو سره مملکت له خپلو هغو اتباعو، چې هلته تللي او یا ژوند کوي، غواړي چې څومره ژر کېدای شي له دغه هېواده ووځي او دغه راز خپلو وګړو ته مشوره ورکوي، چې دغه هېواد ته له سفر کولو ډډه وکړي. ''

د عربي نړۍ چارو لپاره د بي بي سي ایډیټر سباستین عشیر وايي، د سعودي عربستان دغه اعلان به لبنان کې حالت نور هم ترینګلی کړي، چې وار له مخه په کې د سعد الحریري استعفا اندېښنې راپورته کړې دي.

په یوه ویډیويي پیغام کې ښاغلي حریري هم پر حزب الله نیوکې کړې، چې لبنان او ایران دواړو هېوادونو کې پوځي او سیاسي ځواک لري.

د سعد الحریري پلار رفیق الحریري ۲۰۰۵ کال کې د یوې بمي چاودنې پایله کې وژل شوی و، چې تر ډېره حده یې تور پر حزب الله پورې کېده.

سعد الحریري

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، سعد الحریري ویلي و، ژوند یې له خطر سره مخامخ دی

د سي این این په رپوټ کې ویل شوي، چې د دوشنبې پر ورځ د سعودي پلازمېنې ریاض ته نژدې له یمنه توغول شوی توغندی ولګېد، چې سعودي عربستان یې تور پر حزب الله پورې کړ.

له هغه یوه ورځ وروسته ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان په یمن کې حوثي یاغیانو ته د توغندیو ورکولو تور پر ایران پورې کړ او دا یې 'د ایران مخامخ پوځي تېری ' وباله. حزب الله پر سعودي عربستان د ښاغلي حریري د استعفا همغږي کولو تور لګولی.