سعودي عربستان پر ریاض د حوثي یاغیانو برید د ایران پوځي تېری بللی

د عکس سرچینه، EPA
په يوه اعلاميه کې چې نن سهار د سعودي عربستان په مشرۍ د ايتلاف لخوا خپره شوې له يمنه پر دغه هېواد د توغندي توغول د ايران نېغ پوځي تېرى گڼل شوي دی.
دغه اعلاميه چې د سعودې عربستان د رسمي خبري اژانس لخوا خپره شوې په کې راغلي، چي سعودي عربستان د خپلې خاورې او خلکو د دفاع حق لري.
بل لور ته د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي د یمن حوثي یاغیانو په هغه برید کې چې د ریاض پر هوايي ډګر یې کړی، د ایران لاس لرلو ادعا 'ورانکاره او پاروونکې ' بللې.
د سعودي په مشرتابه د اییتلاف په اعلاميه کې ویل شوي، د ايران اغيز او کنترول چې پر حوثيانو يې لري د سيمې پر هېوادونو يو ښکاره تېرى دی. اعلامیه دغه راز کاږي، دا به سېمه او نړۍ کې سوله او ثبات له گواښ سره مخامخ کړي.
اعلاميه کې د سعودي په مشرۍ د ایيتلاف قومندانۍ لخوا ویل شوي، د سعوي پاچا حق لري، چې پر مناسب وخت د دغه تېري ځواب ورکړي.
تر کي المالکي چې د يمن په جگړه کې د ایيتلاف وياند دى وايي، ايران په دغو عملياتو کې بالسټيک توغندي، توغندي توغونکي وسايل، د وسایطو ضد او سمندري ماينونه حوثیانو ته ورکوي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویندوی د اییتلاف څرګندونې 'بې بنسټه او دروغ ' بللې او په یمن کې یې د سعودي عربستان او د دغه هېواد د متحدینو پوځي عملیاتو پای ته رسولو غوښتنه کړې.
د سعودي عربستان په مشرتابه ایيتلاف ادعا کړې چې ايراني کارپوهانو له حوثي یاغیانو سره د يمن صعده ولايت ته د باليسټيک توغنديو په لېږدولو کې مرسته کړې.
د سعودي په مشرۍ ایيتلاف وايي، دوی يمن ته ورغلې ټولې ځمکنۍ، سمندري او هوايي لارې په موقت ډول تړلې دي.
پرون د امریکا محتدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ تر مپ ويلي و سعودي ته د توغنديوو توغول د ايران کار دى او زياته کړې یې وه چې په سعودي عربستان کې د دوي ځاى پر ځاى شويو سيستمونو د هغو مخه نيولې ده.
خو د ايران دفاع وزير چې د امريکا دغه ادعاوې يې رد کړې وايي، له دښمنه بله تمه نه کېږي. نوموړي ویلي، څوک باید له امریکایانو وپوښتي، چي دوي څه د سعودي په اختيار کې نه دي ور کړي؟
د ايران ټولو ځواکونو سر لښکر محمد جعفري شته هم د ولسمشر تر مپ ادعاوي رد کړي دي او په وینا یې له ايران نه يمن ته د توغنديو د لېږد امکان نه شته.

د عکس سرچینه، ISNA
بل لور ته لبنان کې د ايران پلوي حزب الله په سعودې عربستان تور پورې کړی، چې د هغه هېواد لومړى وزير سعد حريري يې په زور د استعفا ور کولو ته اړ کړی دی.
له ايران سره دسيالۍ او رقابت تر څنگ سعودي عربستان اوس په کور د ننه داصلاحاتو د يوه پيچلي پروگرام له عملي کېدو سره مخامخ دى.
د دغه هېواد نوي وليعهد محمد بن سلمان د همدغو اصلاحاتو په لړ کې د شنبې پر ماښام ١١ شهزادگان چې څلور پکې فعال وزيران دي له دندو ګوښه کړل او هم يې بهر ته د يو شمير نورو پر سفرونو بنديز ولگاوه.









