امریکا ایران ته خبرداری ورکړی او بصره کې یې خپله کونسلګري تړلې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عراق بصره کې د خپلې کونسلګرۍ د تړلو امر کړی.‌ دا ګام یې د بصرې وروستیو نارامیو کې د کونسلګرۍ پر ودانۍ تر برید وروسته اخیستی او امریکا ددې بریدونو ترشا د ایران لاس بولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د جمعې په ورځ‌ (سپټمبر ۲۸مه) ددې پرېکړې د تاییدولو سربېره وویل،‌ بصره کې د امریکا ټولو هغو مامورینو ته چې هلته یې حضور اړین نه وو‌،‌ له ښاره د وتلو امر شوی او له بصرې نه پلازمېنې بغداد ته کونسلي چارې لېږدول شوې دي.

ښاغلي پومپیو د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د غونډې ‍په څنډو کې وویل:‌ "په عراق کې زموږ د کارکوونکو او زموږ د بنسټونو پروړاندې د ګواښونو په ډېرېدو سره،‌ ما د خپلو ډیپلوماتیکو کارکوونکو د لنډمهالې لېږدونې امر کړی."

نوموړي وویل،‌ په لومړیتوبونو کې یې اول هڅه په منځني ختیځ‌ کې د ایران د نفوذ مخنیوی دی، چې په وینا یې بصره کې د امریکا پر کونسلګرۍ برید د هغو وسله والو له خوا شوی،‌ چې د ایران "قدس ځواکونو" له ملاتړه برخمن دي.

په دې ښار کې د وروستیو نارامیو له کبله بصره کې د امریکا پر کونسلګرۍ څو ځلې راکټي بریدونه شوي،‌ چې د ښاغلي پومپیو په وینا، دا "نا مستقیم برید" ګڼل کېږي:

"ما د ایران حکومت ته خبرداری ورکړی چې پوه شي امریکا په عراق کې خپلو دیپلوماتانو او ټولو ځایونو ته د زیان اوښتو مسؤول هغه ایراني ځواکونه بولي، چې مستقیماً یا په نامستقیمه توګه د دوی له ملاتړه برخمن دي."

نوموړي زیاته کړه:‌ "ما ایران ته په ډاګه کړې ده چې امریکا به دا ډول بریدونو ته سم لاسي او په مناسب ډول ځواب ووايي."

امریکا وايي، بصره کې یې پر کونسلګرۍ دوه راکټه لګېدلي چې ودانۍ یې زیانمنه کړې،‌ خو ځاني تلفات یې نه لرل.‌

ایران تر اوسه د امریکا دې څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو د بصرې وروستیو نارامیو کې د ایران کونسلګرۍ ته هم اور اچول شوی و.

د ایران او امریکا ترمنځ‌ ترینګلتیا وروسته تر هغه ډېره شوه،‌ چې ټرمپ په تېره مې میاشت کې له ایران سره له اتومې هوکړې د وتلو اعلان وکړ او تېره میاشت کې پر ایران د نورو بندیزونو لګولو امر وکړ.‌

بصره کې له تېرې جولای میاشتې راهیسې نارامۍ او خونړي بریدونه روان دي چې د ایران د کونسلګرۍ په ګډون ګڼ ډیپلوماتیک ځایونه په کې په نښه شوي دي.

په تېلو بډایه دې ښار کې څو اونۍ د بیو د لوړوالي، بې کارۍ او فساد ډېرېدو پرضد لاریونونه روان وو.

د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي په ښار کې د پوځي عملیاتو مشر د لاریونونو د دوام له کبله له دندې ګوښه کړ.