تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'ټرمپ د ایران پروړاندې د عربي ناټو جوړولو درشل کې'
امریکايي او عرب چارواکو ویلي، د امریکا ولسمشر له شپږو عرب هېوادونو مصر او اردن سره په ګډه په سیمه کې د ایران د نفوذ مخنیوي به موخه د یوې امنیتي او سیاسي ټلوالې جوړولو تکل لري.
همدارنګه ویل شوي چې په پام کې ده دغه هېوادونه واشنګټن کې ګټه غونډه وکړي.
رویټرز خبري اژانس د ځینو سرچینو له خولې ویلي، له دې ټلوالې جوړېدو د سپینې ماڼۍ هدف د یادو هېوادونو ترمنځ د دفاعي توغندیو، پوځي روزنو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او نورو اقتصادي او دیپلوماتیکو اړیکو د لا ډېرې ژورې همکارۍ رامنځته کول دي.
ددغې ټلوالې لپاره لنډ نوم "مسا" یعنې د (منځني ختیځ لپاره د ټلوالې لار) اېښودل شوی.
د یادې ټلوالې لومړنۍ ناسته به د راتلونکې اکتوبر میاشتې ۱۲ او ۱۳مه واشنګټن کې جوړېږي.
یوه امریکايي چارواکي ویلي، سعودي چارواکو تېر کال دغه هېواد ته د ټرمپ له سفر وړاندې ویلي وو، هغه د امنیتي ټلوالې جوړېدو یو نظر وړاندې کړی و، خو هغه مهال ډېر غور پرې ونه شو.
خو عربي هېوادونو کې ځینو سرچینو ویلي، چې وروسته ددغې ټلوالې د جوړېدو پر طرحې له سره غور وشو.
خو عربي هېوادونو کې هېڅ کوم چارواکی دې ته حاضر نه شو چې په دغه نامه د ټلوالې جوړېدو په اړه رسنیو ته رسماً څه ووايي.
د سپینې ماڼۍ امنیت شورا ویاند ویلي: "مسا به د ایران د سخت دریځۍ او ترهګرۍ او تجاوز پروړاندې یوه ټلواله چې منځني ختیځ ته به ټیکاو راولي."
خو د سپینۍ ماڼۍ چارواکو لا نه ده تایید کړې چې ایا د اکتوبر ناسته کې به خپل ټرمپ هم حاضر وي او که نه.
باخبره سرچینې وايي، لا ښکاره نه ده چې ددغې امنیتي ټلوالې طرح به تر اکتوبر پورې نهايي شي او که نه.