تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نړۍ د ښکلا سیالیو کې د فنلنډ استازې داسې څه کړي چې د توکم پالنې په اړه یې بحثونه پارولي دي؟
- Author, کیلي این جي
- دنده, بي بي سي
- Author, بي بي سي چین
تېره میاشت په تایلنډ کې د ښکلا سیالیو کې د فنلنډ د استازې هغه عکس پراخې ناندرۍ راپورته کړې، چې پکې د سترګو کونجونه یې په دواړو لاسونو کش کړي، په خوله یې موسکا ده او داسې حالت کې دا انځور اخېستل شوی دی.
په یوه خاص انداز د سترګو کونجونو کشولو دې موضوع ځینې خلک غوسه کړي دي.
سارا دزافسي، چې د فنلنډ ښکلا ملکې تاج ترې واخیستل شو د "چینایۍ سره خواړه خوړل" له سرلیک سره تصویر خپور کړی. په لوی لاس د سترګو کونجونو کږولو ته معمولاً د ختیځې اسیا خلکو لپاره د سپکاوي په نظر کتل کېږي.
دې تصویر او ورسره لیکلې په جاپان، سویلي کوریا او چین کې د ۲۲ کلنې دزافسي او ان د دې د هېواد ملي هوايي شرکت فاین ائر پر ضد هم د ډېرو خلکو غبرګون پارولی دی.
د فلنډ لومړي وزیر هم په دې هکله غبرګون ښوولی، د سارا دزافسي حرکت یې ''بې پروا او احمقانه'' بللی او په وینا یې هغه رسوايي، چې له دې موضوع راپورته شوې، د هېواد لپاره ''مضره'' ده.
اغلې دزافسي بیا وايي، داسې ځکه کړي، چې د ماښامنۍ خوړلو په ترڅ کې یې سر سخت درد کاوه او د ځايي ورځپاڼې ایلتا – سانومات د رپوټ له مخې دا چې د دې له خوښې پرته یې یوې ملګرې د دسمبر ۱۱مې له هغه پوسټ سره بې ادبه جمله لیکلې وه.
اغلې دزافسي بخښنه غوښتې او په وینا یې هدف یې د چا زړه ماتول نه و:
''نیت مې په هېڅ وجه داسې نه و... زما لپاره د خلکو شالید او د تنوع درناوی خورا مهم څه دی.''
د یادونې ده، چې د دې پر بخښنې غوښتلو هم نیوکې شوې او ځینو ویلي له زړه یې بخښنه نه ده غوښتې، ځکه په فلنډي ژبه یې د بخښنې غوښتلو جمله لیکلې وه.
یو چا ورته لیکلي: ''د دې غوښتنه نه وه شوې، د اسیا خلکو هېڅ (بد) نه دي درسره کړي... اوس هم درنه خفه یوو.''
د فلنډ دوو ښي اړخو پارلمان غړو، جوهو ایرولا او کایسا ګاریدیو بیا خپل داسې تصویرونه خپاره کړي، چې د سترګو کونجونه یې پکې کش کړي او په دې توګه یې ګواکې د ښکلا له ملکې سره ملاتړ اعلان کړی دی، خو له سختو غبرګونونو وروسته یې دا پوسټونه لېرې کړل.
ایرولا د بخښنې غوښتو تر څنګ لیکلي، ده داسې ګومان کاوه چې ''اغلې دزافسي ته په نامناسب ډول خورا سخته سزا ورکړل شوه.''
''ماشومانه کړنه''
د فلنډ لومړي وزیر پیتیري اورپو د پارلمان غړو دا کړنه غندلې، ''ماشومانه'' یې بللې او په خبره یې د پارلمان غړي باید د ښو اخلاقو بېلګه وي.
د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، فاینز ګوند په دې هکله سلا، مشورې کوي، چې ایا د پارلمان پر غړو کوم بندیزونه ولګول شي او که نه.
بل لور فاین ائر مسوولینو د وای، ایل اي کورنۍ خبري شبکې ته ویلي، دې جنجال پر دوی هم اغېز کړی او ځینې کسانو له سېلانیانو غوښتي، چې فلنډ سره پرېکون وکړي.
اساهي شمبون ورځپاڼې په خپل رپوټ کې ویلي، فنلنډ کې مېشت یو جاپاني سړي د اسیایانو ضد تبعیض په هکله د پلټنو غوښتنه کړې، چې د تېر یکشنبې تر ماښام پورې یې له ۷۰۰۰ څخه ډېر لاسلیکونه راټول کړي دي.
بل لور په جاپان کې د فنلنډ سفارت ویلي، دوی له توکمپالنې سره د فنلنډ د مبارزې هڅو په اړه "ډېری نظرونه او پوښتنې" ترلاسه کړې دي.
دوی د اوونۍ په پیل کې پر اېکس یوه پیغام کې وویل:
"توکمپالنه په فنلنډي ټولنه کې یوه ننګونه پاتې ده، او حل یې دوامداره او هوډمنو هڅو ته اړتیا لري."
د اغلې دزافسي د تصویر اړوند شخړه د تایلنډ په کوربتوب د مس یونیورس د ګډوډې سیالۍ یوه برخه ده چې د پرېکون او د درغلیو له تورونو سره مله وه.
د فنلنډ ښکلا سیالیو منتظمین وايي، د اغلې دزافسي محروم کول یو "سخت خو اړین" اقدام و.
په دې هکله یوه بیان کې ویل شوي: "د فنلنډ ښکلا ملکه د الهام سرچینې حیثیت لري، چې د خلکو اصل، شالید یا ظاهري بڼې ته له پام پرته باید ټولو خلکو ته درناوی وکړي.''