ټرمپ: له ایران سره یوې رښتینې هوکړې ته چمتو یو

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ‌ ویلي، "موږ له ایران سره یوې رښتینې هوکړې ته چمتو یو،‌ نه داسې هوکړه لکه له مخکېني دولت سره چې شوې وه".

ټرمپ دا څرګندونې پخوانیو امریکايي پوځيانو ته وینا کې کړې دي: "زه له اتومي هوکړې ووتم او ایران نور پخوانی هېواد نه دی."

ولسمشر ټرمپ وړاندې هم ویلي وو چې له ایران سره د ده سخت دریځ غوره کول د ایراني چارواکو د لا ډېر احتیاط لامل شوی.

ټرمپ په تېره غوايي میاشت کې له ایران سره د نړیوالو قدرتونو له شوې اتومي هوکړې (برجام) څخه رسماً د وتلو اعلان وکړ.

هغه یوځل بیا ټینګار کړی چې له ایران سره د یاده اتومي هوکړه "وحشتناکه" او "یواړخیزه" وه.‌

د امریکا ولسمشر تېره ورځ پر خپل ټویټر د ایران ولسمشر حسن روحاني ته په خطاب کې لیکلي وو: "د ایران ولسمشر روحاني ته:‌ هېڅکله او هېڅ وخت امریکا مه ګواښه، که نه پر یوې داسې بلا به واوړې چې تاریخ کې ډېر کم خلک ورسره مخامخ شوي دي."

ټرمپ زیاته کړې وه: "نور موږ هغه هېواد نه یو چې د مرګ او تاوتریخوالي په اړه ستاسې له لېونتوب ډکې خبرې وزغمو.‌"

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که امریکا متحدو ایالتونو ته ګواښ پېښ کړي نو داسې پایلې به تر لاسه کړي چې ډېرو لږو د تاریخ په اوږدو کې ليدلې وي.

ولسمشر ټرمپ د ایران ولسمشر حسن روحانه ته په ټویټر په پیغام کې دغه راز ویلي چې امریکا به هغه څه ونه زغمي چې ده د ایران له خوا د زور او مرګ لېونۍ خبرې بللې.

د ایران ولسمشر ټرمپ ته په يوه ګواښ کې ویلي و چې "د زمري له لکۍ سره دې لوبې نه کوي".

ښاغلي ټرمپ د خپل ټویټ توري په لویه بڼه لیکلي، چې خپل ټینګار وښيي.

روحاني امریکا ته په اشارې ویلي، سپینه ماڼۍ "په هغه کچه نه ده چې د نړیوالو قوانینو، د اسلامي نړۍ او فلسطیني ولس مخالفت وکړي."

روحاني د ایران د تېلو صادرولو د بندولو په اړه وویل: "موږ شرفداره خلک یو او د تاریخ اوږدو کې مو د سمندري تګ راتګ چاره خوندي ساتلې ده."